Homeخبرونهد خوست سیمه ییزې رسنۍ له سندرو خپرولو او ښځينه اړیکو ځوابولو...

د خوست سیمه ییزې رسنۍ له سندرو خپرولو او ښځينه اړیکو ځوابولو منع شوې

تاند: ( سې شنبه، د دلوې پینځمه) په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پر سیمه ییزو رسنیو نوي بندیزونه لګولي.

دغه رياست په خپره کړې اعلامیه کې ويلي: له سیمه ییزو رسنیو څخه سندرې او په تفریحي خپرونو کې د ښځو سره ټيلفوني اړیکي نیول سر له را روانې جمعې مبارکې مطلقا بند دي.

 دغه ریاست نه دي ويلي، چې دا بندیزونه یې د کوم قانون او صلاحیت په اساس وضع کړي.

مخکې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم پر سیمه ییزو رسنیو بندیزونه لګول شوي وو.

څه موده وړاندې د افغانستان د ژورناليستانو ملي ټولنې وويل، چې په ولايتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو ټولې سیمه ییزې رسنۍ سانسور کړي او په خپلو حکومتي رسنيو بدل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...