تاند: ( سې شنبه، د دلوې پینځمه) د طالبانو د کابینې ۲۰مه غونډه د دوی د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ ترسره شوه.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د غیر دولتي مؤسساتو (NGOs) له خوا د بشري مرستو د توزیع، او ملي پراختیا شرکت په اړه د ټاکل شویو هیئتونو لخوا چمتو شوې طرحې له څیړنې وروسته تصویب شوې.
د طالبانو کابینې پریکړه وکړه، چې د چارو ادارې عمومي ریاست، د مالیې وزارت، د معادن او صنائعو وزارت او د ملي پراختیا شرکت له استازو جوړ شوي هیئت ته دنده وسپارل شوه، تر څو د ملي پراختیا شرکت د نیمګړو پروژو د تکمیل لپاره د مالي منبع پیدا کولو په اړه څيړنه وکړي، تر څو د یادو پروژو پاتې چارې بشپړې شي.
همداشان ويل شوي، چې د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د ډونرانو (بسپنه ورکوونکو) صندوق جوړولو په اړه د زراعت وزارت غوښتنه د ښه غور لپاره اقتصادي کمیسیون ته وسپارل شوه چې په اړه یې پریکړه وکړي.
د طالبانو کابینې فیصله وکړه چې ټولې دولتي ادارې مکلفې دې تر څو د بریښنا شرکت هغه قرضونه اداء کړي چې د اسلامي امارت لخوا د کابل له فتحې وروسته اضافه شوي دي.
د ملا حسن اخند په مشرۍ دې غونډه کې د عشر او زکات راټولولو د ادارې د تأسیس، د بشري مرستو په برخه کې د شفافیت او نورو موضوعاتو په اړه هم بحثونه او پریکړې وشوې.
دپاکئستان سفير دوزيرانو په جلسه کي څه کوي ؟؟؟دا نو ملا حسن دپا کستان گوډاگى نه ده نو
څه شى ده؟