جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکرزی: زما او عبدالله وار تېر دی، حکومت کې ونډه نه غواړو

کرزی: زما او عبدالله وار تېر دی، حکومت کې ونډه نه غواړو

تاند: ( سې شنبه، د دلوې پینځمه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په يوه تازه ټلويزيوني مرکه کې ويلي، چې دی او ډاکټر عبدالله نور په حکومت کې د ونډې په تمه نه دي، ځکه خپل وار يې تېر کړی.

حامد کرزي دا هم ويلي، چې طالبان نه بايد د نجونو د زده کړو د ځنډ لپاره پلمې ولټوي، بلکې په راتلونکي پسرلي کې دې تړلي ښوونځي او نور تعليمي او تحصيلي بنسټونه پرانيزي.

طالبانو د حامد کرزي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

يو شمير سرچینې بيا وايي، چې حامد کرزی او ډاکټر عبدالله د طالبانو له لوري يرغمل شوي او د هغوی په فشار داسې خبرې کوي.

طالبانو د کرزي او عبدالله د نظر بندۍ موضوع تر اوسه نه ده تایید کړې.

7 COMMENTS

  1. ښاغليه خانزاده ولسمشره،
    دا خو ښه خبره ده، خو وايی چېو چا ګنجۍ ته وويل چې ((واده دې دی))، نو هغې ورته وويل چې ((باور مې نه شي.))
    سمه ده چې په واک کې به ظاهرًا په خوله واک ونه غواړې، خو څنګه به ورته ټينګ شې؟
    په تېر کې دې زلمی رسول هم همداسې يو ولسمشر غوښته چې هغه به تش په نوم ولسمشر وي، خو واکدار به يې ته يې.
    اصل مهمه خبره هغه ستا د ضُعف (کمزورتيا) ده چې هغه په پټه وښکاره شيطانت دی او هڅول دي چې له دې کاره توبه ايستل به ستا لپاره د منښتې وړ نه وي او څنګه به اعتبار درباندې وشي چې تاسې به له شيطانته لاس واخلئ؟
    د الله تعالی نېکبخته نژدې 13 کاله حکومت دې وکړ، خو ته پکې په واک موړ نه شوې او له لومړۍ ورځې دې د ولسمشر غني پر وړاندې له شيطانته نيولې تر هر ډ،ل هڅونو پاو مزاحمته پورې لاس وانه خېست چې دا کار ستاسې لپاره اخلاقي کمزورتيا هم وه، خو تا کوله.
    تا ته پته ده چې د جيمي کارتر له وخته تر دې دمه او هم په روسيه کې واکمنان بدل رابدل شول، خو هر يو بيا د بل پر وړاندې يو ډول خاموشي اختياروي او د نوي مشرتابه پر وړاندې خنډونه نه جوړوي. له بده مرغه چې دا په امريکا کې يوازېنی سربداله ټرمپ او دلته تاسې ياست چې په ارام نه کښېنئ.
    خفه کېږه مه، خو پر تاسې باور کول ستونزمنه خبره ده. دا ځکه چې تاسې خپل اعتبار بايللی او دا اعتبار دې د اوباما په وخت کې وبايللو چې تر ننه لا هماغسې پر ځای پاتې دی. ځکه خو نن روسانو او هم چين ته ډېره لکۍ وهې.

  2. KARZAI&ABDULLAH&GULBUDDIN ARE LIKE CANCER FOR AFGHANISTAN.
    FORMER MUJAHEDIN /WARLOARDS/NIZAR SHORA ARE IN THE SECOND STEP.RISK FOR AFGHANISTAN.
    NEW YOUNG GENERATION YOUNG HIGH LEVEL EDUCATED AND HONEST AFGHANS ARE REAL PRESCRIPTION FOR THIS COUNTRY.
    FOREIGN IN TELLIGENT CAN NOT HELP WITH AFGHANISTAN.
    AFGHAN GOVERNMENT MUST STRONGLY KEEP LEVEL OF POLICE&BUSINESS EQUAL.
    MUST KEEP EQUAL POLICY BETWEEN PAKISTAN& INDIA,
    BETWEEN IRAN &Saudi Arabia./EQUAL POLICY AND POLITICAL BELANCE
    BETWEEN AMERICA.NATO&RUSSIA AND CHINA.
    NEIGHBORS&ISLAMIC WORLD IS ANOTHER PART OF GOOD POLICY.
    THAT TIME AFGHANISTAN WILL BE HAVE STABILITY & ACCEPTABLE FOR ALL.
    THANK YOU

  3. جرم فساد او مافیایی غریزه ده باید اسلامی فرهنګ کې ځای و نه لری
    زه له ګل مرجان او له مکار وژونکی څخه دا پو ښتنه لرم چې څوک تاسې ته حکومت در کوی؟ کولی شی نوم یی واخلی؟
    دیوه غله نوم موسی وه دیوه کور څخه یی دزېوراتو ډبه یې غلا کړه او مسجد ته لاړ په دی وخت کې د جماعت دلمانځه وخت وه او امام دغه ایت قراءیت کړ:
    وماتلک بیمینک یا موسی!
    ای موسی ستا ښی لاس کې څه شی دی. غله وویل داد جادوګرانو کلی دی.ډبه یې هملته وغورځوله اوخپله وتښتید.
    نجیب ګاو وژونکی ته حمد الله دشهادت لقب ورکړ، دکابل ښار بې ګناه خلکو ربانی وژونکی ته سیاف دشهادت لقب ور کړ. دکرزی شیطان او بغاوتګر جنایاتو د ولس بحران ۹۵ سلنه بشری ناوړین ته راکته کړ څلور لسیزو کې مجرم نامجرم معلوم نه شو او دناړامې نړۍ له توطیو سر یې مخامخ کړی یو. کوم ایین او اصول ددې اجازه یو تاریخی مجرم ته بیا هم دحکومت کولو اشتها لری.
    دامر بالمعروف ونهی عن المنکر پرېکړه دحق العبد په مبنا څه ډول فتوا ورکوی؟ ایا دهغوی جنایات داسلامی امارت له تعامل سره په ټکر کې نه دی؟
    هیله کوم چې د تاند له لارې یې ځواب واورم. مننه

  4. شریفزاد صاحب سلامونه می قوبل کړه
    ستا خبری یوه بلی سره سر نخوری. زه د عبدالله یا کرزی طرفداری نکوم اما ستا تبصره یا پوښتنه چی بیا یی جواب غواړی ډیره ګډه وډه ده هیڅ جمله دی بلی سره برابره نده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب