Homeخبرونهد دفاع وزارت سرچينې تاند ته د ملا یعقوب د روسیې سفر...

د دفاع وزارت سرچينې تاند ته د ملا یعقوب د روسیې سفر تاييد کړ

تاند: ( سې شنبه، د دلوې پینځمه) په داسې حال کې، چې د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس په ضمني ډول روسیې ته د لوړ پوړي طالب پلاوي د سفر خبر رد کړی، خو د طالبانو د دفاع وزارت یوه سرچینه تاند وېبپاڼې ته د دې سفر د ترسره کيدو تایید کوي.

باختر اژانس پرون خبر ورکړ، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد کندوز ته تللی او د طالبانو له قول اردو څخه یې لیدنه کړې ده.

طالب وياندويانو رسمآ نه ده رد کړې، چې د طالبانو د رییس الوزرا د لومړي مرستيال ملا برادر په مشرۍ د دوی پلاوی مسکو ته نه دی تللی، خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف مسکو ته د طالبانو او پنجشير مقاومت ډلې د مشرانو سفر رد کړ.

د طالبانو د دفاع وزارت یوه سرچینه تاند وېبپاڼې ته وايي، چې ملا یعقوب مجاهد روسیې ته په سفر تللی، خو دا سرچينه د سفر له نورو جزییاتو او د پلاوي د نورو غړو په اړه ناخبري ښيي.

د طالبانو يوه مطبوعاتي سرچينه، چې د موضوع د حساسيت له کبله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د ملا برادر په مشرۍ روسیې ته د دوی د پلاوي سفر تاييدوي.

نوموړی وايي، چې په کابل کې د ملا برادر او دغه راز د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال عباس ستانکزي د نه موجوديت له کبله پرون د کابل په سفر راغلي د جاپان سفیر له نوموړو سره ونه لیدی شول.

روسيې ته د دغه طالب پلاوي د سفر افشاګري پرون د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل وکړه.

نورو سرچينو بیا وویل، چې د پنجشېر مقاومت ډلې څو مشران: امرالله صالح، احمد مسعود او صلاح الدين رباني هم مسکو ته رسیدلي، څو د روسیې په منځګړتوب د ګډ حکومت جوړولو لپاره مذاکرات وکړي.

روسيې بيا دا څرګندونې رد کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...