دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهبهرنيو ديپلوماتانو سره د متقي د پرونيو مذاکراتو جزییات خپاره شول

بهرنيو ديپلوماتانو سره د متقي د پرونيو مذاکراتو جزییات خپاره شول

تاند: ( سې شنبه، د دلوې پینځمه) طالب وياندويانو ناروې ته د خپل لوړپوړي پلاوي د سفر او له بهرنيو ديپلوماتانو سره د پرونیو مذاکراتو جزییات خپاره کړي.

د طالبانو يوه وياند وويل، چې د دوی د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ پلاوي پرون په ناروې کې د امريکا متحده ايالاتو، بریتانيې، ناروې،جرمني، ایټاليې، قطر، فرانسې او اروپايي اتحاديې له ځانګړو استازو سره لیدلي.

ويل شوي، چې په دې کتنو کې پر اقتصاد، بشري مرستو، امنيت، مرکزي بانک فعاليت، روغتیا او نورو موضوعاتو خبرې پیل شوي.

طالب سرچینو د مذاکراتو نور جزییات نه دي ورکړي، خو ويلي چې دا مذاکرات لا هم دوام لري.

بهرنيو ديپلوماتانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

مخکې د امريکا د ځانګړي استازي په ګډون یو شمېر ديپلوماتانو ویلي وو، چې د ټول ګډونه افغان نظام جوړيدل، د بشري او ښځينه حقونو تامينول، له ترهګرو ډلو سره مبارزه او له افغانستان سره بشري مرستې به يې طالبانو سره د خبرو مهم بحثونه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب