دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهيوناما د افغانستان مرستې ته د نړۍ د قانع کیدو او حقاني...

يوناما د افغانستان مرستې ته د نړۍ د قانع کیدو او حقاني یې د امنيت ډاډ ورکړ

تاند:( سې شنبه، د دلوې پینځمه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ملا سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سرمنشي ځانکړې استازې میرمن دیبورا لاینز، دسرمنشي ځانګړي استازي معین رامیز الاکبروف او د اوچا د دفتر مشرې میرمن ایسابیل موسارد کارلسن سره وکتل.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، چې په په دې کتنه کې لاینز وویل چې نړېواله ټولنه په دې قانع شوې، چې له افغانانو سره د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې مرسته وشي.

سرچينه زياتوي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پلاوي ته ډاډ ورکړ چې کورنیو چارو وزارت به په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو د دفترونو او کار کوونکو امنیت ټينګ کړي.

په دې اعلاميه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره تر ۲۴ ميلیونه پورې خلک سخت فقر ځپلي او ميليونونه نور د خوارځواکۍ له کبله د مرګ ګواښ سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب