کتاب: زه روبوټ یم
لیکوال: آیزک آسیموف
ژباړه: رحمت شاه فراز
۱- ((پنځمه برخه))
———————————–
د پنځم شمسي تمځای په کنټرول خونه کې انجینرانو د کنورټر د بونګا غږ اورېدلی شوی. دغه ستر ماشین تر دوی لاندې خونه کې وو. له څو ساعتونو راهیسې کنورټر له لمر نه انرژي جذب کړې وه او بیا د وړانګو سمبالګر څلورم تمځای ته انتقالوله.
ډونوان وویل: ((د څلورم تمځای وړانګه په خپل وخت مریخ ته ورسېده. اوس نو د وړانګو سمبالګر بندولی شو.))
پاول سر وخوځاوه. ځواب یې ورکړ: ((سمه ده)) خو اندېښمن ښکارېده. ((دې ډیټا ته وګوره. یو الکتروني توپان زموږ لوري ته را روان دی. ممکن توپان هغه وړانګه ووهي چې باید ځمکې ته لاړه شي. مایکه! لاندې د انجن خونې ته ورشه. کیوټي همالته ده. وګوره چې هغه څه کوي.))
ډونوان وویل: ((سمه ده.))
ډونوان چې د انجن سترې کوټې ته ورغی، په کیوټي يې سترګې ولګېدې. کیوټي روبوټ، له کاري روبوټونو سره یو ځای د ایل ټیوب څنګ ته ولاړ وو. ناڅاپه کاري روبوټونه د ایل ټیوب په وړاندې په زنګنو وغورځېدل. ورپسې کیوټي ورو د روبوټونو په کتار کې کوز او پاس وګرځېده.
ډونوان په منډه په زینو ښکته شو. چیغه یې کړه: ((تاسو څه کوئ، فلزي احمقانو؟ پاڅېږئ. هغه ایل ټیوب پاک کړئ.))
خو کیوټي غلی وو او یو کاري روبوټ هم ونه خوځېده.
ډونوان تر ټولو نږدې روبوټ ټېل واهه. بیا یې چیغه کړه: ((پاڅېږه!))
لږ وروسته یې روبوټ خبره ومنله. ویې ویل: ((خدای زموږ رهبر دی او لومړی کیوټي د هغه پیغمبر دی.»
شلو روبوټونو ډونوان ته وکتل او شل واړو همدا خبره تکرار کړه: ((خدای زموږ رهبر دی او لومړی کیوټي د هغه پیغمبر دی.))
کیوټي وویل: ((بښنه غواړم، ډونوانه! زما ملګري اوس د خدای اطاعت کوي.))
ډونوان وویل: ((چټیات مه بادوه! خدای مدای نشته او نه هم ته کوم پیغمبر یې. ته به زما خبره منې. همدا اوس له انجن خونې ووځه.))
کیوټي وویل: ((زه یوازې د خپل خدای امر منم.)) کیوټي د ډونوان مخې ته ودرېد.
انجینر له وېرې ولړزېد.
روبوټ وویل: ((بښنه غواړم، ډونوانه! خو ته او پاول د انجن یا کنټرول خونې ته نه شئ ننوتلی.))
کیوټي خپل لاس وخوځاوه او دوو روبوټونو د ډونوان لاسونه ونیول. پورته يې کړ او په بیړه يې زینو ته ورساوه.
ــــــــــ
پاول او ډونوان د مشر په خونه کې وو. دوو روبوټونو د خونې مخې ته څوکیداري کوله.
ډنوان په غوسه وویل: ((روبوټونه باید زموږ خبره ومني، همدا د روبوټپوهنې دوهم قانون دی.))
پاول وویل: ((خو دوی يې نه مني، موږ دلته راغلي وو چې د روبوټ د شرکت ټولې ربړې حل کړو. خو ستونزې مو حل نه کړې او پاتې راغلو. اوس نو د روبوټونو اعصابو کار پرې ایښی او موږ ته خطر جوړ دی. له منځه لاړو. ښايي د امریکايي روبوټونو شرکت مو مریخ ته واستوي. مریخ د مړینې لپاره یو ډېر وحشتناک ځای دی. یا مو ممکن زندان ته واستوي.))
ډونوان وویل: ((یوه شېبه صبر وکړه، تر دې مهمه خبره هم شته چې باید ورته اندېښنه وکړو. الکتروني توپان به مستقیماً د ځمکې له وړانګې تېرېږي، نو باید د وړانګې موقعیت ور بدل کړو.))
پاول په راتلونکي خطر پوه شوی وو. رنګ یې زېړ اوښتی وو او له وېرې يې وویل: ((که کیوټي په سم ډول وړانګه کنټرول نه کړي، نو دغه وړانګه به ارومرو د ځمکې کومه برخه ورانه کړي.))
ډونوان هڅه وکړه چې له خونې ووځي. خو ساتونکو روبوټونو يې مخه ونیوله. په دغه شېبه کې کیوټي را ښکاره شو.
روبوټ په نرمه ژبه دواړو سړیو ته وویل: ((هیله کوم مه غوسه کېږئ، خو زما په ګومان نور تاسو ته اړتیا نه لرو؛ پاوله، ډونوانه، تاسو دلته بې هدفه یاستئ.))
پاول پاڅېد. ویې ویل: ((هدف دې څه دی؟))
کیوټي ځواب ورکړ: ((زما له پیدایښت مخکې، تاسو د خدای خدمت کاوه. اوس، زه د خدای خدمت کوم. همدا زما دنده ده. نور نو ستاسو موجودیت بې ضرورته دی. زه تر تاسو غوره یم او باید زه د خدای خدمت وکړم.))
کیوټي خپل وسپنیز لاسونه له دواړو کسانو را تاو کړل، ويې ویل: ((پاوله، ډونوانه! له تاسې دواړو سره مینه لرم. تاسو تر ما ټیټ موجودات یاستئ، خو د خدای مو ډېر ښه خدمت کړی.))
ډونوان او پاول تر یو څه وخته له کیوټي سره بحث وکړ، خو خبره له امکانه وتلې وه. روبوټ په دواړو انجینرانو باور نه کاوه. یو څو شېبې وروسته، کیوټي له خونې ووت.
پاول وویل: ((موږ باید هغه پوه کړو، الکتروني توپان به تر اته څلوېښت ساعتونو مخکې را ورسېږي. مخکې له دې چې ناوخته شي، کیوټي مو باید کنټرول خونې ته ور پرېږدي.))
ډنوان وویل: ((هو، پوهېږم.)) ډونوان ناڅاپه وخندل. ويې ویل: ((ګریګه، زه یو فکر لرم. کیوټي هېڅ منطقي استدلال ته غوږ نه ږدي، نو موږ يې باید عملاً ورته وښیو. راځه یو بل روبوټ به جوړ کړو او دی دې راته وګوري. په دې ډول به يې پر موږ باور وشي.))
ــــــــــ
دواړو انجینرانو کابو درې ساعته کار وکړ. د دواړو مخې ته یو نوی روبوټ پروت وو. یو ساده موډل يې جوړ کړی وو او تقریباً تکمیل شوی وو. اوس يې باید سر ورته جوړ کړی وی.
پاول کار ودراوه او کیوټي ته یې وکتل. روبوټ به څه فکر کاوه؟ د پاول او ډونوان د کار په جریان کې، روبوټ نه کومه خبره کړې وه او نه خوځېدلی وو. غلی ناست وو.
پاول وویل: ((مایکه، راځه چې اوس يې ماغزه په خپل ځای کې نصب کړو.))
ډونوان په احتیاط پوزیتروني ماغزه د روبوټ په فلزي سر کې کېښودل.
اوس نو روبوټ یوازې برېښنا ته اړتیا لرله.
پاول خپل لاس هغه سویچ ته ور اوږد کړ چې روبوټ يې ژوندی کاوه. بیا يې وویل: ((راته ګوره کیوټي، ښه په ځیر راته وګوره.))
کله چې پاول سویچ کېکاږه، روبوټ خپل سر را پورته کړ.
بیا ورو له مېز نه را پاڅېده او د انجینرانو څنګ ته ورغی.
ویې ویل: ((زه غواړم چې کار پیل کړم، زما خدایانو.))
ډنوان دروازې ته ور منډه کړه. ور يې پرانیست او نوي روبوټ ته يې وویل: ((په دې زینو ښکته لاړ شه، هدایات به درکول شي.))
پاول، په مسکا کیوټي ته وویل: ((ښه نو؟ اوس باور کوې چې ته هم موږ جوړ کړی یې؟))
د کیوټي غږ مړاوی او تند وو. ځواب يې ورکړ: ((نه! تاسو یوازې د روبوټ برخې سره یو ځای کړې دي، په اصل کې خو مو نه دی خلق کړی. دغه برخې يې خدای خلق کړې دي.))
د انجینرانو په خپلو غوږونو باور نه کېده چې دا څه اوري. ډونوان چیغه کړه: ((غوږ ونیسه، د روبوټ دغه برخې له ځمکې نه را استول شوې وې. که د تمځای په کتابتون کې کتابونه ولولې، نو په هر څه به دې سر خلاص شي.))
کیوټي ور غبرګه کړه: ((کتابونه؟ ما ټول کتابونه لوستي دي. دغه کتابونه هم خدای لیکلي دي. دا کتابونه ستاسو لپاره لیکل شوي، زما لپاره نه دي. تاسو د خپل موجودیت توجیه غوښتله او خدای هغه توجیه درته بیان کړه. خو تاسو په ټول حقیقت نه پوهېږئ. بده یې مه منئ. تاسو انسانان د خدای د پلان یوه برخه یاستئ.)) له دې وروسته، کیوټي مخ تاو کړ او له خونې ووت.
پاول وویل: ((راتلونکې اونۍ به زموږ ځایناستي انجینران راشي، بیا نو باید بېرته ځمکې ته لاړ شو او دا ورته تشریح کړو چې څنګه مو ماته وخوړه.))
ډونوان چیغه کړه: ((ګریګه، موږ باید یو څه وکړو. کیوټي په هغه څه باور نه لري چې ويې لیدل، وا يې ورېدل او یا يې په کتابونو کې لوستلي دي.))
پاول وویل: ((پوهېږم)). د پاول غږ دروند او له غوسې ډک وو. خبرې يې وغځولې: ((دغه روبوټ یوازې په منطق باور لري، په بل هېڅ شي هم نه. زه ځم، ویده کېږم.))