Homeخبرونهمنځنۍ اسیا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سفرونو پيل

منځنۍ اسیا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سفرونو پيل

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۲ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د رسمي سفرونو په لړ کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته روان شوی.

د ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې ښاغلي ګوتریش د خپلو دغو سفرونو په پيل کې ازبکستان ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر شوکت میرضیایف سره لیدلي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د سیمې د ثبات په اړه خبرې اترې شوي.

د دغو خبرو د جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تمه ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به د دغو سفرونو په لړ کې قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان ته هم سفرونه وکړي.

په دې سفرونو کې د افغانستان په اړه د خبرو مشخص څه نه دي ویل شوي، خو معمولاً د افغانستان وضعیت هم د سیمې د هېوادونو د مشرانو او نورو لوریو د خبرو له مهمو بحثونو څخه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...