جمعه, جولای 5, 2024
Home+امبر کلا او شیش محل د لرغونې معمارۍ ښکلې بیلګه

امبر کلا او شیش محل د لرغونې معمارۍ ښکلې بیلګه

 زلمی شهباز
د هند په نوي ډیلي، اګرې او راجستان ايالتونو کې ګڼې داسې لرغونې او تاريخي ماڼۍ ولاړې دي، چې په نړۍ کې يې ساری نه ليدل کېږي. دا لرغونې ودانۍ د ښکلې او تاريخي معمارۍ د هنرونو سترې او زړه وړونکې بېلګې دي او د نړۍ په عجايبو کې ګڼل کېږي، لکه تاج محل، امبر کلا او …
د دې سيمو بې سارې تاريخي آبدې د نړيوال ګرځندوی مشهورې جاذبې دي له همدې کبله ډیلي، اګره او راجستان په هند کې د نړيوال ګرځندوی زرين يا طلايي مثلث په نوم يادېږي!
  د هند هالیوډ فلمي کمپنۍ هم د فلمونو جوړولو او لیپسېنګ تصويري سندرو د بګرونډ لپاره تر ډېره د دې سيمو پر ښکلو ماڼيوو تکيه کړې ده.
څو کاله وړاندې د دغه نړيوال ګرځندوی زرين مثلث د کرښوو په سيل ووتو، لومړی د زاړه ډیلي په مشهورو لرغونو ماڼيوو کې وګرځېدو، بيا په اګره کې د تاج محل ديدن ته لاړو او وروستی تمځای راجستان و.
 د راجستان خلک ډېر ښکلي، صادق او زړور وګړي دي، هغوی پرخپلو تاريخونو وياړي او مېلمنو ته د زړه له تله هرکلی وايي.
په ريښتيا چې هلته د نړۍ عجيبې تاريخي ودانۍ ولاړې دي، د دغو ودانيوو د معمارۍ هنرونه هيښوونکي دي او د دغه تاريخي ښار پلازمېنه جيپور خو بیا د نړيوال ګرځندوی اصلي مرکز دی.
په راجستان کې د امبر لرغونی ښارګوټی پروت دی چې یو وخت د (ډنډار) په نوم پیژندل شوی و او له 11 مې پېړۍ څخه تر 16 مې پیړۍ پورې پرې د کچواس په نوم (کلیوالي قبیله) واکمنه وه.
وروسته د امبر کلا د دې سيمې لوړې غونډۍ په 4 مربع کیلومتره مساحت کې جوړه شوې ده، دا کلا له پلازمینې جیپور څخه 11 کیلومتره لرې ودانه او د ماوتا جهيل پر سر پرته ده، چې د ماڼۍ لپاره د اوبو اصلي سرچینه ده.
امبر کلا په ستر هنري سټایل او عجيبې معمارۍ مشهوره ده؛
دا کلا په 1592 کې د “راجا مان سینګ 1” لخوا له سرو تيږو او مرمر جوړه شوې ده.
 وروسته د 1600ز لسیزې په لومړیو کې پراخه شوې او په 150 کلونو کې يې د پرله پسې واکمنانو لخوا پرمختيايي چارې بشپړې شوې دي. دا کلا د پاچا پلازمینه یا ارګ و، خو په 1727 کې سوای جای سینګ 11، امبر کلا پرېښوده او خپله پلازمینه يې جیپور ته واړوله.
 د دې کلا په جوړولو کې د هند د خلکو اسلامي او مذهبي معمارۍ دواړه په لوی هنر سره کارول شوې دي. په دې کلا کې ډېرې ماڼۍ، لوی تالارونه یا دیوان عام او مشهورې جاذبې دي.
دیوان عام، د عامو خلکو د لیدلو او له پاچا سره د عامو خلکو د راټولېدا او پرېکړو اورولو ځای و.
 دا کلا (امبر) د هند د لرغونې معمارۍ ښکلې بیلګه ده او د کلا د ماڼیوو د چت او دېوالونو نقاشۍ يې ښکلا نوره هم لوړه کړې او د پخوانیو وختونو د ښکار د طریقو ښکلي انځورونه او د راجپوت واکمنانو د مخونو انځورونه پرې کښل شوي دي.  دا کلا ډېرې دروازې لري، چې هره یوه یې په ځانګړي ډول جوړه شوې او ځانګړې انګیرنې ترې کېږي،  د کلا اصلي دروازه، د لمر دروازه ده، چې د ننه انګړ ته يې لاره کاږي.  دا دروازه، د ماڼۍ ختیځ لوري ته مخامخ کښل شوې، نو د (لمر دروازې) په نوم یادېږي.
امبر کلا 4 بېلابېلې برخې لري. جلیب چوک د امبر ماڼۍ له څلورو مهمو انګړونو څخه یو دی. اصلي ماڼۍ ته د ننوتلو په ښۍ خوا کې د “سیلا دیوي” په نوم عبادت ځای دی، چې ډېری سیلانیان یې لیدو ته ورځي.
  امبر کلا ته سيلانيان پر فيلانو او جيپ موټرو کې پر کږه وږه ختلې لاره وړل کېږي، په فيل دوه دوه کسان وړل کېږي او کرايه يې هم 900 – 1100 هندي روپۍ ده. له بهرنیانو د هر کس په سر 550 او له هنديانو بیا 25 روپۍ د دې کلا د ليدلو ټيکټ اخيستل کېږي.
 امبر کلا د یونیسکو نړیوالو میراثونو په نوملړ کې ثبت ده.
 د کلا په اصلي کمپلکس کې (دیوان عام او دیوان) خاص شامل دي، پاچا به له عامو وګړو سره په ديوان عام او له خپلو وزيرانو او نږدې درباريانو سره بیا په ديوان عام کې کتل. دغه راز دلته شپږ نور عالي محلونه هم ودان دي. د کلا په (جای مندر) او (سوک نواس) محلونو کې د طبیعي هوا سیسټم کارول شوی دی، دغه سيستم د پخوانۍ زمانې د معمارانو يا جوړوونکو د خلاقیت او هوښیارتیا شهکار دی.
 دا کلا تر ډېره د شاهي کورنۍ د استوګنې لپاره کارول کېده، ور څېرمه (جاګار کلا) جوړه شوې، چې د امبر ماڼۍ د ساتنې یا د دفاعي سنګر او وسله تون لپاره ځانګړې شوې وه؛ د دواړو کلاګانو د وصل لاره تر مځکه لاندې کښل شوې او په بيړنيوو حالاتو کې پرې تګ او راتګ کېدا.
 په امبر کلا کې خورا مشهوره نقاشي د (جادويي ګل) په نوم يادېږي، جادويي ګل د شیش محل د ستنې يا ستون پر مرمري ډبرې کښل شوی دی.  پر دغو مرمرو شپږ نور ښکلي ډيزاينونه هم  کښل شوي لکه، د زمري لکۍ، لړم، کوبرا مار، د ماهي لکۍ، جوار او د فيل خرطوم. د دغو ډيزاينونو د ليدلو لپاره بايد د دې ډبرې بېلابېلې برخې په لاسونو لمس شي.
 د امبر کلا خورا مشهوره جاذبه بیا همدا شیش محل ماڼۍ ده چې ټولې برخې يې د ځانګړې هنري معمارۍ سبک په رنګینو وړو هندارو ښکلې شوې دي، يعنې د دې ماڼۍ د ننه او بهر دېوالونه پر دې هندارو پوښل شوي دي. د شيش محل په چت کې د هسک په لور کړکۍ ايستل شوې چې د څوارلسمې سپوږمۍ رڼا ترې په بشپړه توګه رالوږي او شیش مح تک سپین په کې ځلېږي. همدا رنګه که یوه شمعه هم په کې روښانه شي، د شیش محل زرګونو معماري شوې هندارې یې يوې او بلې ته کې انعکاسوي او په دې توګه د ماڼۍ د ننه او بهر ټولې برخې روښانه کېږي.
دا هغه ځانګړې هندارې دي، چې د يوې رڼا تصوير په کې پر شلو نورو هغو بدلېږي. کله چې د څوارلسمې سپوږمې رڼا په کې راولوږي، نو شيش محل ټوله داسې ځلېږي، چې ته به وايې دلته د څوارلسمې سپوږمۍ راټيټه شوې ده.
شيش محل د هغه وخت پاچا د ګرانې مېرمنې لپاره جوړه کړې،چې دیدن ته به یې د میاشتې په څوارلسمه هغه مهال تللو، چې سپوږمۍ به د څوارلسمې شوه، نو د سپوږمې څوارلسمه به يې هره مياشت دلته په ځانګړو او مراسمو او جشن نمانځله.
 انوخي میوزیم، جنتر منتر، نهرګار کلا، هوا محل او نور د راجستان د ګرځندوی مشهورې جاذبې دي
د راجستان هوا په ژمي کې ښه لګي او د نړيوالو سيلانيانو لپاره په زړه پورې موسم دی. هره ورځ زرګونه سيلانيان د تاريخي آبدو ليدنې کوي او ټنګ ټکور او ګډاګانو، د راجستان شپې رنګينې کړې دي. د راجستان له هر بڼ او چوکه هره شپه د ژوندۍ مسیقۍ يا ساز او پازېبونو د ژربا او شرنګا خواږه غږونه پورته کېږي.
دغه خلک په موسيقۍ او هنرونو مين خلک دي.
دلته د ګرځندويانو لپاره ښه آرام، ښکلي او عصري هوټلونه شته، چې په کې دمه او له خوړو يې خوند اخلي.
 په راجستان کې، د لاسي صنایعو پراخ پلورنځي دي (نړيوال مارکېټ)، چې د سيلانيانو لپاره په زړه پورې دي.
د راجستان سيل تر نوي ډهلي او اګرې ډېر په زړه پورې دی. دا سيمه په ريښتيا چې ښکلې، جادويي، زړه راښکونکې، لرغونې او عجیبه سيمه ده!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب