پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د وار له مخه ټاکنو غوښتنه او د حکومت غبرګون

پاکستان کې د وار له مخه ټاکنو غوښتنه او د حکومت غبرګون

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۲ مه) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان په دغه هېواد کې د وار د مخه پارلماني ټاکنو غوښتنه کړې او دلیل یې په تېرو پارلماني ټاکنو کې پراخې درغلۍ ګڼلې دي.

نوموړي د تحریک انصاف له حکومت ضد ګوند سره هم په دې اړه د ګډو هڅو تیاری ښودلی او ویلي، که دغه ګوند ورسره خبرو او ګډ کار ته لېوال وي، دوی هم ورسره لېواله دي.

ملا فضل الرحمان په دې برخه کې ورسره د نورو ګوندونو د ملتیا خبر هم ورکړی، خو زیات جزیات یې نه دي ورکړي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ بیا د فضل الرحمان څرګندونې رد کړي او ویلي، چې راتلونکې ټاکنې به له پلان سره سم په ۲۰۲۹ میلادي کال کې ترسره شي.

د ملا فضل الرحمان په ګډون د پاکستان یو شمېر نور سیاستوال په وروستیو کې په پرله پسې ډول د دغه هېواد پوځ او استخبارات د نمایشي ټاکنو او لاسپوڅو ملکي حکومتونو په جوړولو تورنوي، خو پوځ او استخباراتو دا تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب