Homeخبرونهافغانستان سږ کال د پاچا خان اونۍ ونه نمانځلی شوه

افغانستان سږ کال د پاچا خان اونۍ ونه نمانځلی شوه

تاند:( سې شنبه، د دلوې پینځمه) د پښتونخوا ملتپاله پښتانه او د پاچا خان فکري لارویانو سږ کال د نوموړي د تلین په مناسبت د پاچا خان اونۍ په نوم اعلان شوې اونۍ يوازې ونمانځله.

مخکې کلونو کې د پښتونخوا ډېری ملتپالو د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د يادې اونۍ د پرتمینې نمانځنې لپاره سفرونه کول.

د پاچا خان مقبره په جلال اباد ښار کې ده، چې د جمهوري نظام په وروستيو مياشتو کې په اساسي ډول ورغول شوه.

سږ کال د طالبانو د واکمنۍ له کبله د ډېرو نورو فرهنګي او ملي مناسبتونو په شان د پاچا خان اونۍ هم ونه نمانځل شوه.

د پښتونخوا ملتپال سياستوال د طالبانو سرسخت منتقدین دي او دوی د پاکستان په لاس هغه جوړه شوې افراطي ډله ګڼي، چې د پښتنو په نوم د پښتنو د فرهنګ او ارزښتونو د ختمولو لپاره هڅه کوي.

د يادونې وړ ده، چې پاچا خان د استعمار ضدې مبارزې او پښتنو ته د تعليم او خپلواکۍ د ستونزمنې مبارزې له کبله په نړیواله کچه ډېر مشهور دی او درناوی ورته کیږي.

هغه د پاکستان له سرسختو مخالفانو څخه و، چې د شنونکو په باور په همدې دليل به د طالبانو ښه نه راځي او نه يوازې خپله یې د فخر افغان په توګه درناوی نه کوي، بلکې نورو ته هم د هغه د درناوي او نمانځنې اجازه نه ورکوي.

2 COMMENTS

  1. یو غولوم، سپی، دی پیشټنو دشمن
    کوله د پشتنو دروند موشر لمانځلی شو

    پنجاپی بودار یی کوله پریږدی

    په کونه ویرته ډانګ ننبوسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...