تاند:( سې شنبه، د دلوې پینځمه) ځايي سرچينو ويلي، چې د بغلان په خوست و فرنګ ولسوالۍ کې طالبانو د مقاومت ډلې پر مرکزونو بریدونه کړي، چې له امله یې ۴ طالب او ۱ مقاومتي جنګیالی وژل شوي.
سرچينې زياته کړې، چې نښته پرون د دره چرخ فلک کلي کې شوې او د مقاومت ډلې یو بل غړی ټپي دی.
ولسي سرچینې همداراز ادعا کوي چې طالب ځواکونو د سیمې خلک یرغمل نیولي ترڅو د مقاومت ډلې د مخته تلو مخنیوی وکړی.
طالبانو او مقاومت ډلې په رسمي ډول د دې نښتې په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په روسيه کې د طالبانو او مقاومت ډلې تر منځ د پټو مذاکراتو د ترسره کيدو خبر ورکړل شو، خو روسي چارواکو رد کړه.