دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهد پاکستان کورنيو چارو وزير: ط ۴۲ هېوادونه او موږ هند مات...

د پاکستان کورنيو چارو وزير: ط ۴۲ هېوادونه او موږ هند مات کړ

تاند:( سې شنبه، د دلوې پینځمه) ‏‏‏‏د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید خپل پارلمان ته ويلي، چې هند په افغانستان کې له لویې ماتې سره مخ شوی .

د هغه په وينا، هند نه غواړي چې پاکستان له افغان له طالبانو سره ښې اړیکې ولري.

شیخ رشید ټینګار کړی چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره، طالبانو ۴۲ هېوادونو او دوی هند ته ماتې ورکړه.

د ده د څرګندونو په اساس، طالبان چا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره څوک د پاکستان خلاف وکاروي.

شېخ رشيد، چې د پاکستان د طالبانو د تحریک د بریدونو د زیاتېدو په اړه د پاکستان سنا جرګې ته غوښتل شوی و، د افغان طالبانو له اړخه یې ډاډ ورکړ چې دوی به د پاکستاني طالبانو ملاتړ د نه کوي.

د پاکستان په چارو کې د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي عمر داودزي څه موده مخکې په یوه مرکه کې وويل، چې د طالبانو له واکمنیدو سره پاکستان خپل یوه اساسي هدف ته ورسید او په افغانستان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نیابتي جګړه پاکستان وګټله.

2 COMMENTS

  1. Indeed, so far, Pakistan is winning
    India and Pakistan ideologically and fundamentally politically separated in way that existence of one
    destabilizes the other. Therefor Pakistan influences now in Afghanistan is the same as having a strategic ideological strong backup asset next door often referred to as backyard. plus, Pakistan able to cut off or dramatically reduce India economically from resource rich central Asia as long as Taliban are in power in Afghanistan.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب