تاند:( سې شنبه، د دلوې پینځمه) د طالبانو د د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا سره لیدلي.
د طالبانو د اعلامیې په اساس، نوموړي په دې لیدنه کې وویل: زموږ حکومت مصمم دی ټولو افغانانو سره يو ډول چلند ولري.
هغه دا هم ویلي، چې په هېواد کې د اداري فساد ريښې وچې شوي او د نشه یي توکو د کر، پروسس او قاچاق مخنیوي لپاره هڅې دوام لري.
جاپاني سفیر د طالبانو د رییس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر سره هم پرون لیدلي او د طالب سرچینو په حواله په افغانستان کې یې د جاپان سفارت د پرانيستلو په اړه سره خبرې کړي.
څه موده مخکې هم طالبانو ویلي وو، چې جاپان په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانيستلو په اړه چمتووالی ښودلی، خو جاپاني رسنيو بيا دا خبره رد کړه او ویې ویل چې طالبانو ترې د سفارت د بیرته پرانیستلو غوښتنه کړې، خو دوی لا په دې اړه پریکړه نه ده کړې.