Homeخبرونهمجاهد: بلخ کې د ښځو په ګډون ۴۰ تنه د ناقانونه هوايي...

مجاهد: بلخ کې د ښځو په ګډون ۴۰ تنه د ناقانونه هوايي سفر په تور نیول شوي

تاند:( سې شنبه، د دلوې پینځمه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې پرون په بلخ کې هغه ۴۰ تنه ونیول شول چې په غیر قانوني توګه یې د هوا له لارې بهرته د تلو هڅه کوله.

د هغه په وينا، یاد کسان د پلټنو لپاره لنډمهاله توقیف شول او څه یې بیرته خوشې شول.

نوموړي زياته کړې، چې د دوی له ډلې هغه انجونې لا هم په توقیف کې دي چې وارثان یې لاندي حاضر شوي.

طالب وياند زياتوي، چې د انجونو لپاره په ښځینه توقیف خونو کې انتظام شته.

ذبیح الله مجاهد د نیول شویو کسانو د ادعا شوي ناقانونه بهرني سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په دې اړه د خپلواکو سرچینو معلومات نه دي تر لاسه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...