یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د جمهوري نظام یو امنیتي منسوب د سختو شکنجو له...

ننګرهار کې د جمهوري نظام یو امنیتي منسوب د سختو شکنجو له امله مړ شوی

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) ‏په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو منلې، چې د دغه ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د جمهوري نظام يو امنيتي منسوب د دوی د ځايي امنيتي مسوولينو د شکنجو له کبله مړ شوی دی.

ځايي سرچینې وايي، چې په ښېوه کې د طالبانو امنیه قومندان درې وروڼه(ګلمرجان ، رحمت الله او عبدالمجید) چې د تیر نظام په امنیتي لیکو کې يې دندې لرلې، سخت شکنجه کړي دي.

ويل شوي، چې د دوی له ډلې عبدالمجید د زیاتې شکنجې له امله وژل شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندان مولوي ندا محمد نديم ويلي، چې ‏د يادې پېښې په تړاو په ښېوه کې د دوی د امنيه قومندان په ګډون اته تنه نیول شوي.

طالب قومندان دا هم ويلي، چې شکنجه شوی او مړ شوی کس د قتل په تور بندي شوی و.

په وروستيو کې د طالب جنګياليو له لوري د خلکو د ورته شکنجو، پرې د ډزو او له دې کبله د مرګ ژوبلې خبرونه زيات شوي.

1 COMMENT

  1. TALIBS MUST THINK.
    ONE ANOTHER DAY COMING ON YOU,YOU WILL RUNNIG LIKE FOX.
    THAT DAY PAKISTAN WILL AGAIN MAKE YOU FOR SALE
    THIS NATION ARE SOLDIER OF AL LAH. YOU WILL PAY FOR THAT,HOW YOU FUNISH THIS PEOPLES.
    YOU WILL DESERVE ANY THING YOU DO.
    POWER OF PEOPLES IS POWER OF AL LAH
    FINALLY THIS NATION WILL GET SUCCESS AND YOU WILL GET YOUR RESULT.
    THANKS FOR PEOPLES

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب