یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبشرا ګوهر: نړۍ که ط په رسميت وهم پېژني، ملي مشروعيت به...

بشرا ګوهر: نړۍ که ط په رسميت وهم پېژني، ملي مشروعيت به د کومه کړي

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) د پاکستان د پارلمان مخکينۍ غړې او ملتپالې سياستوالې بشرا ګوهر د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وروستی دریځ رد کړی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو په اړه ويلي، چې طالبان دې د خپل حکومت د نړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره د نړيوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

مېرمن ګوهر بيا د چينايي چارواکو د دغه دريځ په غبرګون کې له دوی پوښتلي، چې طالبان به د خپل « ملي مشروعيت» د تامينولو لپاره څه کوي؟

هغې زياته کړې چې طالبانو له امریکا متحده ایالاتو سره په قطر کې د يوې معاملې په اساس افغانستان تر خپل واک لاندې راوستی او په تيارو کې ډوب کړی.

بشرا ګوهر زياتوي: د طالبانو له واکمنیدو سره، ښايسته کابل جان بی قانونه شوی، څوک د طالبانو ملاتړ نه کوي او دا ډله د همدې له کبله له ټاکنو او د خلکو له پريکړو ډاريږي.

‏پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې پينځه مياشتې پوره شوې، خو د دوی د تر ټولو نيږدې مدافع پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب