یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد اروپا له مرستو هرکلی، کرزي یې پر دوام او چټکتيا ټینګار...

د اروپا له مرستو هرکلی، کرزي یې پر دوام او چټکتيا ټینګار وکړ

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) د افغانستان ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د ۲۶۸.۳ میلیونه یورو بشردوستانه مرستې له اعلان څخه هرکلی او مننه وکړه.

حامد کرزی په یو لړ ټويټونو کې، سربېره پر دې چې دغه مرسته چې زیاته برخه یې د معارف او روغتیا سکتور ته ځانگړې شوې پر ځای پرېکړه بولي اوله هغې څخه خوښي څرگندوي، د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو پر دوام او تسریع ټینگار کوي.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره یاده مرسته پرون اعلان کړه او ویې ویل، چې مرستې به یې د ملګرو ملتونو د فعالو ادارو له لوري په دې هېواد کې مصرف کړل شي.

طالبانو د دغې مرستې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو پرون د افغانستان د اقتصاد په اړه يو کنفرانس هم جوړ کړی و، چې پکې له نړیوالو څخه د بشري مرستو تر څنګ د پراختيايي مرستو غوښتنه هم وشوه.

امریکا متحده ایالاتو بيا ويلي، چې افغانستان سره د ملګرو ملتونو له لوري د کیدونکو بشري مرستو تر ټولو لویه برخه دوې تمویلوي، خو طالبان باید ټول ګډونه دولت جوړولو ته چمتو شي، کنه سپین چیکونه به ورنه کړي.

2 COMMENTS

  1. کرزي صاحب ته سلام، له ارووپا نه زیادتره ډډه وکړئ، هغه بربادي او وژنې چه غربي اروپا په افغانستان کې له ۳۱۷۹ کالوونو نه راهیسې کړي دي او خصوص د مقدونيې او مقدوونیانو له لارې، نور مملکتوونه نه دي کړي او خصوصاً د پښتنو دښمنان دي، زه سند درښودلی شم، امریکه يې نه ده کړې او نه روسیه! بېدارښئ!

  2. زه والله نه پوهیږم چی دا سړی ولی په هر تروو (شړومبی) کی لکه مچ ځان اچوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب