یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه بادغیس کې تر کنډوالو لاندې د مړو د موندلو هڅې روانې...

په بادغیس کې تر کنډوالو لاندې د مړو د موندلو هڅې روانې دي

تاند(دوشنبه، د جدي ۲۸مه) په بادغیس ولایت کې ژغورونکو د هغو کسانو د موندلو هلې ځلې کوي چې د دې ولایت په پرونۍ زلزلې کې مړه شوي او کېدای شي تر خاورو لاندې وي.

پرون ماسپښین د دوو پر له پسې زلزلو له کبله په بادغیس ولایت کې لږترلږه ۲۶ تنه مړه شول او سلګونه کورونه ویجاړ یا زیانمن شول.

اندېښنه ده چې د تلفاتو شمېر ممکن تر دې زیات وي او لا هم ځینې کسان تر خاوړو او کنډوالو لاندې وي.

د امریکا د جیالوجۍ د سروې مرکز د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵،۳ او د بلې، چې له لومړۍ څوساعته وروسته وشوه، ۴،۹ ثبت کړې ده.

د دې زلزلو مرکز له قلعه نو ښار ۵ کیلومتره لېرې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې ښوول شوی دی.

ډېره مرګ ژوبله په قادس ولسوالي کې شوې. د دې ولسوالۍ په بادروک کلي کې ۱۵ تنه مړه شوي دي.

 د بادغیس د والي ویاند بازمحمد سروري په یوه بیان کې ویلي چې زلزلې له اوو سوو تر زرو پورې کورونه ویجاړ کړي دي. د هغه په وینا ښایي د مړو شمیر زیات شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ویلي، ژغورنکي د نړیدلو کورونو تر خاورخښتو لاندې احتمالي ژوندي پاتې شوي کسان لټوي. 

چارواکو ویلي، یوشمیرکسانو د خپلو کورونو د چتونو د راپریوتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. 

په بادغیس کې چې د افغانستان له بې وزلو او وروسته پاتې ولایتونو ګڼل کیږي، له دې مخکې هم څو زلزلې شوي چې خلکو ته یې د سر و مال  زیانونه اړولي دي.   

د بادغيس زلزله، ۲۶ تنه وژل شوي او ۴ ټپیان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب