یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سفر وځنډېد

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سفر وځنډېد

تاند (سې شنبه، د جدې ۲۸ مه) په کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې د دغه هیواد د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف په مشرۍ کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر د هوا د خرابوالي له کبله ځنډېدلی دی.

ټاکل شوې وه چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او ورسره ملګری پلاوی نن کابل ته راشي او له طالب چارواکو سره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

طالبانو په وروستیو کې څو ځلې پر ډیورند کرښه او همداراز د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځیانو له لوري د اغزن تار د غځولو پر سر لانجه کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې اصلي ستونزه دا ده چې پاکستان پر ډ‌یورند کرښه نه بلکې په یو شمېر سمیو کې، چې د افغانستان په خاوره کې دي، اغزن تار تېروي.

په کابل کې د پاکستان سفارت رسنیو ته ویلي چې د معید یوسف او ورسره مل پلاوي سفر د اوس وخت لپاره ځنډېدلی دی خو دغه سفارت ونه ویل چې پاکستانی پلاوی به کله کابل ته راشي.

پاکستان ویلي چې له اغزن تار سره د طالبانو له مخالفت سره سره به دې کار ته دوام ورکړي او تراوسه پورې یې پر کرښه تر ۹۴ سلنې ډېر کار بشپړ کړی دی.

د چارو کتونکي وايي، پاکستان د دې لپاره د افغانستان په خاوره کې اغزن تار تېروي چې افغان چارواکي پر ډیورند کرښه خبرو او د اصلي «پولې» ټاکلو ته اړ باسي.

1 COMMENT

  1. ترڅو چې نړیوالو د ټالبانوحکومت په رسمیت نه وي پېژندلي ، د افغانستان او فکیستان ترمنځ هېڅ ډول شفاهي او تحریري موافقتنامې اوهوکړې لیکونه رسمي او قانوني اعتبار نه لري .
    ټالبان هم باید د خپل وطن ملي ګټې په نظر کې ولري ، خصوصا د دیورند فرضي کرښې په هکله له فکیستان سره کوم سند باندې توافق ونکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب