یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد بادغيس زلزله، ۲۶ تنه وژل شوي او ۴ ټپیان دي

د بادغيس زلزله، ۲۶ تنه وژل شوي او ۴ ټپیان دي

تاند:( دوشنبه، د جدي اووه ویشتمه) ‏‏راپورونه وايي، چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د نن غرمې د زلزلې له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.

خبري سرچينو ويلي، چې د دې زلزلې د مرګ ژوبلې کچه ممکن تر دې لوړه شي.

ويل شوي، چې دې زلزلې د یاد ولایت په مرکز کې هم درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۶ درجې او مرکز یې له قلعه نو ښار ۵ کیلومتره لېرې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې ښوول شوی دی.

ډېره مرګ ژوبله په قادس ولسوالي کې شوې. د دې ولسوالۍ په بادروک کلي کې ۱۵ تنه مړه شوي دي.

څو ورځې مخکې په بدخشان او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم زلزله شوې وه، خو د ځاني او مالي زيانونو خبر یې نه و ورکړل شوی.

طالب چارواکو نه دي ويلي، چې د بادغيس له زلزله ځپلو سره به مرسته وشي کنه؟

په وروستيو کې د طبيعي او نورو پېښو زیانمنو شکايت کړی، چې څوک مرسته نه ورسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب