Homeخبرونهپاکستان پر کونړ ۲۱ توغندي ويشتي دي

پاکستان پر کونړ ۲۱ توغندي ويشتي دي

تاند:( دوشنبه، د جدي اووه ویشتمه) ‏راپورونه وايي، چې پاکستان تېره شپه د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ ۲۱ توغنديز بریدونه کړي دي.

د کونړ ځايي اوسیدونکو او یو شمېر طالب چارواکو د دغو توغندیزو بریدونو خبر تاييد کړی دی.

په کونړ کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو وياند حمدالله همدرد له دغو توغندیزو بریدونو څخه وروسته له پاکستاني سرحدي ځواکونو سره د دوی د نښتې خبر هم ورکړی.

د هغه په وينا، په توغندیزو بریدونو او نښته کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده، سبا د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر معيد يوسف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر راځي.

څه موده مخکې د ننګرهار په لعل پورې ولسوالۍ کې هم د طالبانو او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته شوې وه.

طالبانو د نښتې دليل پر ډیورنډ فرضي کرښې د پاکستان له لوري د اغزن تار د لګولو ممانعت ښودلی و.

تازه، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ويلي، چې طالبان د دوی وروڼه دي او ورسره منلي يې دي، چې پر ډیورنډ کرښه به اغزن تار لګول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...