دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان شتمنو افغانانو ته دایمي اقامت ورکوي

پاکستان شتمنو افغانانو ته دایمي اقامت ورکوي

تاند(دوشنبه، د جدي ۲۷مه) پاکستان چې خپلې خاورې ته د عادي افغانانو پر مخ لارې بندې کړي، شتمنو افغانانو ته اعلان کړی چې دایمي اقامت ورکوي.

د متحده عربي اماراتو د (نشنل نیوز) ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان د افغانستان د شتمنیو د جذبولو لپاره یوه نوې طرحه جوړه کړې چې پر اساس یې د پاکستان حکومت یو شمېر هغو افغانانو ته د پاکستان دایمي وېزه ورکوي چې په پاکستان کې د پانګونې لپاره کافي پیسې ولري.

د نشنل نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، د اګست په میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ډېر شتمن افغانان ترکیې، ایران او مالیزیا ته لاړل. دې موضوع پاکستان هم وهڅاوه چې د هغو افغانانو د جذبولو هڅه وکړي چې تر یولک ډالره زیاته پانګونه کولی شي.

پاکستان تر دې پخوا په تېرو کابو ۴ لسیزو کې هم ګڼو شتمنو افغانانو ته تابعیت ورکړی خو د اوس په شان یې په ښکاره اعلان نه کاوه.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري وايي: «حکومت پرېکړه کړې چې بهرنیانو ته د دایمي اقامت ورکولو طرحه ومني. دا نوې پالیسي بهرنیانو ته اجازه ورکوي چې د پانګونې له مخې د پاکستان دایمي اقامت ترلاسه کړي.»

چودري د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي، حکومت غواړي چې هغه افغانان جذب کړي چې ډېرې پیسې لري او د خوندیتوب لپاره ترکیې او مالیزیا ته ځي.

راپورونه وايي چې د پاکستان کابینې د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو ته ویلي چې افغانانو ته په پاکستان کې د کور او جایداد اخیستلو چارې اسانه کړي.

د پاکستان د کابینې یوه غړي ایکسپریس تربیبون ورځپاڼې ته وویل «دا یو تاریخي ګام دی. د لومړي ځل لپاره د پاکستان په تاریخ کې بهرنیانو ته اجازه ورکول کېږي چې د پاکستان د املاکو (کور او جایداد) په برخه کې پانګونه وکړي.»

د عمران خان حکومت، چې ډالرو او نور بهرنیو اسعارو ته سخت محتاج دی، هیله لري چې په دې توګه به بهرني اسعار جذب کړي.

پاکستان په افغانستان کې د وروستیو بدلونوو په نتیجه کې هیله لرله چې له کابل څخه به سفارتونه او مرستندویې موسسې پاکستان ته انتقال شي او له افغانستان سره مرستې به د پاکستان له چاینله کېږي. خو لوېدیځوالو غوره وبلله چې د پاکستان پر ځای دوحې ته خپل سفارتونه ولېږدوي. مرستندویو موسسو هم خپل دفترونه پاکستان ته ونه لېږدل.

1 COMMENT

  1. پاکستان خو همدا له خدايه غوښتل چې وطن يې د مذهب په نوم ور وران او لوټې لوټې کړي. لاندې يې کړي او پانګه يې ترې وباسي او دا ټول کارونه يې قدم په قدم مخته يوړل. لومړی يې پر موږ جهاديانو وطن لوټې لوټې کړ، بيا د سپيو په شان سره وجنګول. بيا يې پرې طالب راوست او سنت يې کړل او طالب يې امريکا ته په لاس ورکړ. بيرته يې د يوې ناولې معاملې لپاره پرې راخوشې او واک ته ورساوه. دې حد ته يې ورسولو چې نه يې خپله په رسميت پېژندلی شي او نه دنيا په رسميت پېژني. ملا حسن يې د ګونګي په شان په ارګ کې کېنولی او هغه بل يې ژوندی ژړنده ورک دی.
    امارت يې خپل په نوم دی، پاسپورټ يې د جمهوريت دی او قانون يې تش په نوم د شاهي وخت ياد کړی، خو تر اوسه يې درک نه لګيږي. عجيبه شانته خلک دي. په سر پګړۍ يې خپله ده، خو کميس يې د جمهوريت اغوستی او پرتوګ يې د شاهي وخت اغوستی، نو لږه ګډوډه غوندې خبره ده. خدای دې خير کړي چې څه به ترې جوړيږي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب