دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهد‌ نجونو زده کړو ته بل شرط، ط وزير د کلتوري او...

د‌ نجونو زده کړو ته بل شرط، ط وزير د کلتوري او ديني ماحول برابریدل ضرور ګڼلی

تاند:( دوشنبه، د جدي اووه ویشتمه) ‏د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر د ناروې له سفیر اندریس لیندمن سره لیدنې پر مهال د میرمنو پر زده کړې، د استادانو پر معاشاتو او ښوونیز نصاب خبرې کړي.

هغه په دې لیدنه کې وویل: چې کله د نجونو د زده کړې لپاره په کلتوري او دیني لحاظ یو مناسب چاپیریال برابر شي، له اوومه تر دولسم ټولګي پورې به په رسمي ډول د هغوی ښوونځي پرانيستل شي.

د هغه په وینا په نږدې راتلونکې کې د ښوونیز نصاب بدلون لپاره کوم عملي اقدام په نظر کې نشته او په خپل وخت به د معمول مطابق د نصاب د تعدیل او غني کولو لپاره زمینه برابروي.

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونکو د معاشونو په اړه ويلي، چې د‌ دوی له راتګ وروسته د استادانو د څو میاشتو معاشونه اجرا شوي او د پاتې میاشتو پر اجرا هم کار روان دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د ناروې سفیر د افغانستان د ښوونیز بهیر په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو، چې په راتلونکي حمل مياشت کې به د نجونو ټول تړل شوي ښوونځي پرانيستل شي.

د هغه له دې څرګندونو هرکلی شوی و، خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشرې ویلي وو، چې د طالبانو پر داسې ژمنو باور نه شي کیدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب