دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهد نورستان ۸ زره بېوزلو کورنيو سره د مرستې وېش پیل...

د نورستان ۸ زره بېوزلو کورنيو سره د مرستې وېش پیل شو

تاند:( دوشنبه، د جدي اووه ویشتمه) ‏د خوړو نړیوال سازمان (WFP) وايي، چې نن يې د نورستان په مرکز پارون او څلورو ولسوالیو کې له ٧٨٠٠ اړمنو کورنیو سره د خوراکې توکيو د مرستې د وېش لړۍ پيل کړهچ.

ويل شوي، چې په یاده مرسته کې اوړه، غوړې، دال، مالګه، د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ او د امید وارو ښځو لپاره ځانګړي شوي مواد شامل دي.

د نړيوال خوراکي پروګرام د معلوماتو په اساس، د مرستو د وېش لړۍ یې نن د نورستان له مرکز پارون څخه پیل کړه، چې په ترڅ کې یې ٢١١٤ کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول.

د سرچينې د څرګندونو له مخې؛ په مرسته کې پر هرې کورنۍ ٧٥ کیلوګرامه اوړه، ۶.۸۳ لېټره غوړې، د خوارځواکو ماشومانو او حامله ښځو لپاره ځانګړي شوي مواد، ٩.٣٨ کیلوګرمه دال او مالګه په مرکز پارون کې ووېشل شول.

نړيوال خوراکي پروګرام زیاتوي، چې په نيږدې ورځو کې به د نورستان په ولسوالیو کې هم د ورته مرستو وېشلو بهیر پیل کړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د څه باندې ۲۴ میلیونه خلکو د فقر خبر ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب