Homeخبرونهبادغيس کې زلزله، ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي

بادغيس کې زلزله، ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي

تاند:( دوشنبه، د جدي اووه ویشتمه) ‏په بادغیس کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې نن دوه بجې د دغه ولایت د مرکز په نور آباد کې سخته زلزله شوې ده.

دوی د دغې زلزلې د چټکتيا کچه نه ده ښودلې، خو ویلي چې د استوګنې کورونه یې ویجاړ کړي.

چارواکي وايي، چې دغه زلزله ځاني تلفات نه لري.

څو ورځې مخکې په بدخشان او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم زلزله شوې وه، خو د ځاني او مالي زيانونو خبر یې نه و ورکړل شوی.

طالب چارواکو نه دي ويلي، چې د بادغيس له زلزله ځپلو سره به مرسته وشي کنه؟

په وروستيو کې د طبيعي او نورو پېښو زیانمنو شکايت کړی، چې څوک مرسته نه ورسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...