یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعبدالله: نړیوال دې افغانستان ته دوامداره مرستې ولیږي

عبدالله: نړیوال دې افغانستان ته دوامداره مرستې ولیږي

تاند:( دوشنبه، د جدي اووه ویشتمه) د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د پنځوس سلنه څوکيو او امتیازاتو مالک عبدالله عبدالله نن د ناروې له سفیر اولي اندریس لیندمن او ورسره پلاوي سره لیدلي.

هغه په دې اړه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو مرستو پر دوام د ټینکار تر څنګ مې هیله وښوده چې د افغانستان د خلکو لپاره بهتره شرایط رامنځته شي.

د ده په وينا، د ناروې سفیر وویل چې دوی او همکاران یې په هرحال کې د افغانستان.د خلکو تر څنګ دي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.

عبدالله زیاتوي: له افغانانو سره مې د ناروې له مرستو نه په ځانګړې ډول د سولې له پروسې او د دوحې د مذاکراتو په برخه کې د ناروې هېواد له هڅو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې افغانان په اوسنیو شرایطو کې نړیوالو مرستو ته ډېره اړتیا لري.

ډاکټر عبدالله، چې ويل کيږي د طالبانو د واک ته رسولو لپاره یې د امريکا په فشار د پردې تر شا د ولسمشر غني د تخریب لپاره جدي هڅې کولې، په کابل کې د طالبانو له لوري نظر بند ګڼل کېږي.

هغه له ‌داسې محدودو لیدنو پرته چيرته د سفر او دغه راز په عام محضر کې د را څرګنديدو پر مهال نه دی لیدل شوی.

طالبانو بيا د ډاکټر عبدالله، حامد کرزي او نورو کابل کې ايسار پاتې سیاسي څېرو نظر بندول رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب