یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهحميد خراساني د کابل ښځينه مظاهره چیانې « فاحشې» وګڼلې

حميد خراساني د کابل ښځينه مظاهره چیانې « فاحشې» وګڼلې

تاند:( دوشنبه، د جدي اووه ویشتمه) د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو د امنيه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالحمید خراساني په يوه ويډيويي پيغام کې هغه ښځینه مظاهره چیانې « فاحشې» ګڼلي، چې په کابل کې د ښځو د محدود شویو حقونو د تامینولو لپاره غونډې او لاریونونه کوي.

خراساني په دغه ویډیي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو مشران باید د داسې ښځو مخه ونيسي.

د هغه په خبره، دا ډول ښځې د افغانستان د ښځو استازيتوب نه کوي، بلکې خپل « فساد» او « فحشا» ته خوشاله دي.

حميد خراساني د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره نه دي ويلي، چې د ښځينه معترضینو کومه يوه یې چیرته او څنګه د « فساد او فحشا» مرتکب شوې او دا يې په اړه کوم اسناد په لاس کې لري؟

د يادونې وړ ده، چې خپله ښاغلی خراساني د تېر جمهوري نظام له لوري په کابل کې د « غلا، باج ګیرۍ، وژنو او په يوه لایف ویډیو کې د افغانستان د ملي بیرغ د‌‌ سوزولو او سپکاوي» په تور تر تعقيب لاندې و.

هغه څو مياشتې وړاندې تر هغې وروسته، چې طالبانو په پنجشير کې پر یوې پوستې برید کړی و، په يوه بله ویډیو کې پښتانه « ترهګر» ګڼلي و او پنجشير ولايت ته يې حتا د پښتنو کوچيانو پر ورتګ هم د بندیز خبر ورکړی و.

د پنجشېر د لوړپوړي مقام په توګه د نوموړي په ګومارلو، خلکو نیوکې کړې وې او له طالبانو یې غوښتي وو، چې داسې « بدنامو» خلکو ته په خپلو لیکو کې ځای ورنه کړي.

1 COMMENT

  1. this peoples is racist and do not have knowledge.
    this afghan women’s are part of our society.they asking for their rights.
    talibs must think positive and widely,,
    in all islamic countries women’s are part of government.
    talibs must allowed women’s for education&work.
    historically our mothers sisters helped with mans like farmers.
    women’s are advisors for family.
    I remember that several brothers bring money to hame and mother keep that and she spend where need for that.
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب