یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهصالح محمد ریګیستاني: د پنجشېر، مزار، او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي...

صالح محمد ریګیستاني: د پنجشېر، مزار، او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي له سمرقنده راغلي دي

تاند (سې شنبه/د جدي ۲۸مه) – په ولسي جرګه کې د پنجشېر د خلکو پخوانی استازی صالح محمد ریګستاني وایي چې د پنجشیر، پروان، مزار، خلم او تاشقرغان یو شمېر اوسېدونکي له سمرقند څخه راکډه شوي دي.

 په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ریګستاني وایي، «دهویدي ورته وایي، په دهویدي باندې مشهور دی، چې اوس هم زمونږ کلی دهوید نومیږي. دهویدیان له هغه ځای نه راتښتي، د تاجکستان په کولاب، د پنجشیر په یو شمېر سیمو، د پروان په یو شمېر سیمو، او د مزار، خلم او تاشقرغان په دغو ځایونو کې د دې لپاره چې تعقیب نه شي ډېرو لیرې او غرنیو سیمو ته را تښتي، پنجشیر هم یو له هغو ځایونو څخه دی، نو ریګیستان د سمرقند ښار مرکز دی،»

په دې لنډه ویډیو کې چې د سوال او ځواب په بڼه ترتیب شوې، پوښتونکی له ښاغلي ریګیستاني ته وايي چې بیا نو تاسو سمرقندی یئ؟ ریګیستانی یې په ځواب کې وایي، «هو مونږ سمرقندیان یو او زمونږ کلی دهوید نومیږي.»

سمرقند د ازبکیستان په جنوب ختیځه برخه کې پروت ښار دی او په منځنۍ اسیا کې د هغو ښارونو په ډله کې راځي چې له ډېر پخوا راهیسې استوګنه په کې کېږي.

د ازبکستان اکثریت اوسېدونکي ازبک توکمه دي او تاجک توکمه وګړي په کې خواوشا ۵٪ یاد شوي خو دا لا معلومه نه ده چې آیا د منځنۍ اسیا د دغو هېوادونو تر منځ قومي جوړښت له پخوا څخه تغیر شوي او یو بل یې له خپلو سیمو څخه کله او څومره ډېر کډه کولو ته مجبور کړي دي.

د روسیې او د تاجکستان د علومو د اکاډیمۍ د اسنادو پر اساس، پر منځنۍ اسیا د بلشویکانو له واکمنېدو وروسته د دې سیمې شاوخوا یو ملیون وګړو افغانستان ته پناه یووړه.

2 COMMENTS

  1. له همدې امله ریګستانیانو له خپل اصلي بادار روسې سره ډېره مینه درلودله . د هغوي کاغذي زمري د روسانو د نهه کلن یرغل په دوره کې ریګستانیانو ته هرډول وسلې ورکړې او د دوی اصلي مبارزه د پښتنو د وژلو او له شمال نه جبرې کډې کولو ته متوجې وه .
    کاغذي زمري د کابل ښار له چور او چپاول نه وروسته په کنډوالو بدل کړ. زرګونه بېګناه انسانان یې ووژل او نور یې جبرې کډوالۍ ته مجبور کړل . د افغانستان سل کلنه ملي اردو یې منحل کړه او ټول تجهیزات یې فکیستان ، ایران او پخواني شوروي ته انتقال کړل .
    ریګستانیانو پدې وروستیو شلو کلونو کې شاوخوا زر کسه جنرالان درلودل او له یوې درې نه شپاړس وزیران . دوی له افغانستان سره تر ټولو ډېره جفا وکړه. کرزی او اشرف غني یې خپلې حکومتولي ته پرېنښودل . دوی واجب الاحترام اوبې مسوولیته ول .

  2. او داسې خدای(ج) په شرمو وشرمول چې د لېونو سپو په شانې ورک شول. تر دوی خاین او هېواد پلورونکي به په هېڅ ځای کې شتون ونلري. د دوی ټوله مبارزه او جهاد د پښتنو پرضد وو او د غلا، چور، جاسوسۍ او هېواد پلورنې پرته یې بل صفت نه درلود. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب