Homeخبرونهسمنګاني: د رسنيو په اړه د تېر نظام قوانين لغوه شوي نه...

سمنګاني: د رسنيو په اړه د تېر نظام قوانين لغوه شوي نه دي، ممکن تعديل پکې راولو

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) د طالبانو د حکومت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني وايي، چې د دوی حکومت د رسنیو په اړه د تېر جمهوري نظام قوانين لغوه کړي نه دي، خو ځينې تعديلات به پکې راولي.

نوموړي په يوه ټلويزيوني بحث کې دا خبره وکړه، خو ويې نه ويل چې د دغو نا لغوه شویو قوانینو کومې برخې په کوم ډول عملي شوي دي؟

د افغانستان د ژورناليستانو د ملي ټولنې استازي، چې له دغه طالب وياند سره په ټلویزیوني بحث کې یې ګډون درلود، په دې اړه د نوموړي څرګندونو ته غبرګون وښود.

د ژورناليستانو د ملي ټولنې استازي وويل: که د طالبانو حکومت د تېر نظام رسنيز قوانين نه وي لغوه کړي، د نافذ والي په اړه یې باید رسمي مکتوبونه واستوي او دا قوانین عملي هم کړي.

د ژورناليستانو د ملي ټولنې په يوه سروې کې دا پایله تر لاسه شوې، چې تر ۹۰ سلنه ډېرې افغاني رسنۍ د طالبانو د استخباراتو د فشار له کبله د خپل استقلالیت د لاسه ورکولو ته مجبوره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...