یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل نن د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار کوربه دی

کابل نن د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار کوربه دی

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) ټاکل شوې، چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر معيد يوسف د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.

د دې سفر موخه د دوه اړخيزو اړيکو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې ښودل شوي.

معلومه نه ده، چې دغه سفر به څومره وخت دوام وکړي او پاکستاني پلاوی به له کومو طالب چارواکو سره پر کومو موضوعاتو خبرې وکړي.

دا سفر په داسې مهال ترسره کيږي، چې د پاکستان يوې ورځپاڼې خپل حکومت د طالبانو د په رسميت پېژندل کیدو د لابۍ په هڅو کې ناکام ګڼلی.

په وروستيو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ ظاهرا د ډیورنډ کرښې د اغزن تار په اړه د ناندريو خبرونه زيات شوي دي.

پرون پر کونړ د پاکستان د ۲۱ توغندیزو بریدونو او طالبانو سره د پاکستان د سرحدي ځواکونو خبر ورکړل شو.

ويل کيږي، چې د ننني سفر په ترڅ کې به طالب چارواکي او پاکستانی پلاوی د ډیورنډ کرښې د اغزن تار په اړه هم خبرې وکړي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید طالبان خپل « وروڼه» وګڼل او ویې ویل، چې د دوی په موافقه یې د ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو چارو ته دوام ورکړی.

3 COMMENTS

  1. دا عنوان کی د میلمه کلمه باید نه وای ځکه کوربه د میلمه مقابل کی لیکل کیږی خو مشر چی راغلی میلمه ندی هغه ….

  2. ترڅو چې نړیوالو ټالبانو په رسمیت نه وي پېژندلي ، د افغانستان او فکیستان ترمنځ هېڅ ډول شفاهي او تحریري موافقتنامې اوهوکړې لیکونه رسمي او قانوني اعتبار نه لري .
    ټالبان هم باید د خپل وطن ملي ګټې په نظر کې ولري ، خصوصا د دیورند فرضي کرښې په هکله له فکیستان سره کوم سند باندې توافق ونکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب