که له ډېرو وپوښتئ چې حساسیت څه معنا؟ ممکن په دې ټکو یې در خلاصه کړي چې حساسوالی یعنې ویښتیا یا د انسان بیداري “هغه څوک چې ډېر ویښ او باهوښه وي.” چې یو شی یا پېښه ښه حس کولای شي.
خو زما په نظر حساسیت یو بل شی دی چې په دې لیکنه کې مې یې د روښانوالي کوښښ کړی دی.
انسانان پنځه دنني او پنځه بهرني حواس لري. حساس هغو انسانانو ته ویلای شو چې لس واړه حواس یې سم کار کوي.
دروني یا دنني حواس یاد شول چې پنځه دي، لومړی یې ګډ حس، دویم واهمه، درېیم مخیله، څلورم مفکره قوه او پنځم حافظه ده.
ګډ حس یا حس مشترک: ذهني قوه ده چې د پنځو بهرنیو حواسو په وسیله را ټوله شوې ډېټا یا معلومات منسجم کوي.
واهمه: ذهني تحلیل او تصورات تنظیموي.
مخیله قوه: د تخیل چارې سمبالوي.
مفکره قوه: په تصوراتو او معلوماتو کې فکر کوي.
حافظه: پېښې او شیان خوندي کوي.
حساسوالی د لسو حواسو ټولیز درک دی چې هممهاله کار وکړي. په دغو حواسو کې چې یو هم کمزوری یا له کاره لوېدلی وي، هغه انسان بشپړ حساس نه دی.
حساسیت په طبیعي ډول دردوونکی دی، ځینې وخت په چاپېریال کې داسې څه پېښېږي چې د انسان حساسیت ورسره اوج ته رسېږي.
څومره چې د انسان حواس ویښېږي انسان متحرک کوي او حساسیت یې لوړېږي. که کله حساسیت د زغم تر کچې زیات شي انسان ناارامه کوي.
حساس انسانان څنګه پېژندلای شو!؟
اوس ساده ویلای شو چې حساس انسان هغه دی چې له وړو مسایلو یا پېښو ژر اغېزمنېږي یا ژر خپه شي، ژر خوشاله شي، مرور شي، پخلا شي، وژاړي یا وخاندي یا ځینې وخت په ډېرو لویو مسایلو کې وړو مواردو ته پام کوي. هغه پېښې او مسایل چې نورو ته عادي اېسي د حساسو انسانانو لپاره عادي نه وي.
له حساسو انسانانو سره څه ډول چلند کولای شو!؟
حساسیت د انسان لپاره خطرناکه ځانګړتیا هم ده، ځکه ټول انسانان حساس نه دي او کوم چې حساس دي هغوی عادي انسانان نه دي. د دوی لپاره ډېر عادي شیان ځوروونکي وي، له داسې خلکو سره باید تر یوه حده محتاطانه چلند وشي، ان ځیني وختونه حساس انسانان د خپګان پر هغو وړو مسایلو چې په خپګان نه ارزي هم دومره رنځېږي چې په ژور ذهني فشار ورته بدلېدای شي.
حساسو انسانانو ته په کار ده چې تل له نورو د ډېرو ښو تمه و نه لري چې تل دې ورسره محتاطانه وي او د دوی زړه او خیال دې وساتي یا د خلکو چلندونه، کړنې، عقیدې او مفکورې د خپل ځور لپاره زړه او ذهن ته وانهچوي. له دې سره حساسیت نور هم لوړېږي او خطرناک تمامېدای شي.
حساس انسان قوي حافظه لري، یو څه ژر زده کوي او همدارنګه د ډېرو کلونو پېښې او یاداښتونه د دوی حافظه خوندي کوي.
حساس انسانان توند خو مهربان دي، نرم او نازک زړه لري او همدا لامل دی چې دوی د خپګان او خوشالیو په مسایلو کې هم حساس دي.
داسې انسانان څه نا څه مغرور هم وي، خو په عامه اصطلاح له دوی سره ملګرتیا اسانه نه ده، ځکه داسې خلک په اسانه له چا سره نه ملګري کېږي، خو د شته ملګرو لپاره ډېر خواخوږي، رښتیني، او وفادار وي.
دوی کولای شي خپله خبره په اسانه تر نورو ورسوي او پرې ویې مني، ځکه تل قانع کوونکي ځوابونه لري.
حساس انسانان تغییر مني خو په عین حال کې منطقي ثبات لري. حساسیت د دوی لپاره ځورونکی او ضعف دی خو د نورو انسانانو په مقابل کې حساس انسانان ځانګړي دي.