چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهافراسياب خټک: ط د شرعيت په نوم د افغانستان د هويت او...

افراسياب خټک: ط د شرعيت په نوم د افغانستان د هويت او ارزښتونو پر ضد جنګيږي

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه)‏‏ ‏د پښتونخوا ملتپال‏ سياستوال او د ملي جمهوري غورځنګ لارښود افراسياب خټک وايي، چې طالبانو د اسلامي شريعت د تطبيق په پلمه د افغانستان د هويت او ارزښتونو پر خلاف خپلې دښمنۍ ته زور ورکړی.

هغه د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ له وخته ځينې بېلګې يادوي او په شریعت غږ راډیو د افغانستان د ملي راډيو د نوم بدلول، د ملي بيرغ ښکته کول، پر ملي سرود بنديز، د ملي پوځ او نورو بنسټونو له منځه وړل، د بودا مجسمو نړول، د ډيورنډ د داعيې د مدافع ډاکټر نجيب شهیدول او په ټوله کې له ملي هويت او ارزښتونو سره د طالبانو مخالفت له ملي ارزښتونو سره د دوی دښمني ګڼي.

هغه دغه راز لويې جرګې او نورو افغاني ارزښتونو ته نه درناوی د طالبانو نورې دښمنۍ يادوي، چې په وينا يې ملي هويت او ارزښتونو سره يې کوي.

طالبانو د دغه ملتپال سياستوال څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د يادونې وړ ده، چې طالبان په ټوله کې ځپل تحريک يو اسلامي لښکر ګڼي او په نوم، شعارونو او اهدافو کې يې د ملت پالنې رنګ تت ښکاري.

1 COMMENT

  1. TALIBS WILL GO AWAY SOON AND WHO SUPPORT TALIBS ALSO IN THE BAD SITUATION.
    TTP IN THE PROGRESS.
    NEW ANARSHY IS COMING TO MIDDLE ESSIA
    MANY TERRORIST NETWORK ARE COMING IN NEXT SPRING .
    TALIBS ARE TEMPORARY IN POWER.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب