چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+فردا کلتوري کلوب د لنډو کیسو سیالي اعلان کړه

فردا کلتوري کلوب د لنډو کیسو سیالي اعلان کړه

په سویډن کې «فردا»کلتوري کلوب د اپریل په ۳۰ مه (د ۴۰۱ د ثور ۱۰) د اکرم عثمان په نوم د لنډو کیسو ځانګړی ادبي فیستوال جوړوي.

دا کلوب له لیکوالو په ځانګړي ډول د لنډو کیسو له لیکوالو غواړي چې خپلې کیسې دې سیالۍ ته ورولیږي.

د فیستوال مدیریت په سیالۍ کې د ګډون لپاره دا شرایط ټاکلي دي:

  • کیسه باید د ۲۰۲۲ د فبرورۍ تر ۱۵ پورې د فیستوال ادارې ته ورسېږي.
  • لیکوال دې دوې کیسې (پښتو یا دري) ولیږي.
  • کیسه دې په ورډ کې لیکل شوې وي او په اټچمینت کې دې ([email protected]) ایمیل ته ولیږل شي.
  • د لیکوال نوم، د زوکړې ځای، د زوکړې نېټه، زده کړې، بریښنلیک، د ټېلفون شمېره، او د هستوګنې ادرس ولیکل شي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه او درناوی
    قدرمنو کوم ایمیل چې تاسې د فستیوال لپاره په خبرتیا کې ضمیمه کړی دی ناسم دی او ایمیل ورته نه کېږي که امکان وي یوځل پرې بیا کتنه وکړئ.
    درنښت
    ر. روشن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب