Homeخبرونهننګرهار کې چاودنې ۹ ماشومان وژلي او ۴ نور يې ټپيان کړي

ننګرهار کې چاودنې ۹ ماشومان وژلي او ۴ نور يې ټپيان کړي

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه) د‏ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله ۹ ماشومان شهیدان او ۴ ټپيان شول.

په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې دا پېښه د لعلپورې ولسوالۍ بېګانانو کلي کې د جوارو پوليو پلورونکي له لوري د يوې زړې هاوان مرمۍ ټکولو له امله چاودنه رامنځته شوې ده.

سرچينې ويلي، چې د چاودنې په ترڅ کې نهه ماشومان شهيدان او څلور ټپيان شوي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځايي خلکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې طالب چارواکي تورنيږي، چې د پېښو په اړه له خلکو واقعي معلومات پټوي.

د ځينو خبريالانو په وينا، طالبان تر ډېره حده د داعش ډلې بريدونو ته د اختطافګرو خلاف د عملياتو نوم ورکوي، چې دا تېر ويستونکي معلومات يې پر طالب وياندويانو د بې باورۍ سبب شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...