دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمتقي: اسماعيل خان او احمد مسعود ته مو د هېواد ته ستنیدو...

متقي: اسماعيل خان او احمد مسعود ته مو د هېواد ته ستنیدو ډاډ ورکړ

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه) ‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ومنله، چې د ایران په پلازمېنه تهران کې یې له اسماعیل خان او احمد مسعود سره لیدلي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خپل پلاوي په حواله ويلي، چې په دې لیدنه کې د طالبانو د پلاوي له لوري اسماعيل خان او احمد مسعود ته ورکړل شو، چې هغوی کولای شي له کوم تشویش پرته وطن ته راشي.

طالب وياند زياتوي، چې دوی کوښښ کوي څو د هیواد راتلونکی د ټولو لپاره د ډاډ وړ وي اوهیچا ته د مخالفت دلیل پاتي نه شي.

اسماعيل خان ته نيږدې سرچينو بيا ويلي، چې طالب پلاوي په دې ليدنه کې د وزيرانو او واليانو په ګډون د ۲۰ لوړپوړو څوکيو د ورکړې وړانديز ورته کړی.

احمد مسعود بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې پر طالبانو د ټول شموله حکومت د جوړیدو په اړه فشارونه زیات شوي دي.

ايران، چې د طالبانو له تر ټولو نيږدې ملاتړو څخه دی، په ښکاره يې ويلي چې د طالبانو د حکومت له ټول شموله کیدو پرته به د دوی حکومت په رسمیت ونه پیژني.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار، چې ايران سره او په افغانستان کې نفوذي ډلو سره یې وران دی، طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د ټول شموله حکومت په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو فشارونو ته تسلیم نه شي کنه د « طالبانو او هېواد دواړو عزت به پایمال» شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب