یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچین کې د افغانستان سفير له دندې استعفا ورکړه

چین کې د افغانستان سفير له دندې استعفا ورکړه

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه) ‏په چین کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال ټاکل شوي سفير جاوید احمد قايم له خپلې دندې استعفا وکړه.

ښاغلي قایم پر خپلې فيسبوک پاڼې لیکلي، چې د استعفا دليل یې شخصي بوختیاوې او په دنده کې نه موثریت و.

هغه د « نه موثریت» په اړه جزييات نه دي ورکړي.

جاويد قایم د طالبانو له واکمنیدو وروسته هم په چین کې د افغانستان د سفير په توګه خپله دنده ترسره کوله او د چین بشري او روغتيايي مرستې يې همغږي کولې.

د افغانستان دغه سفير دا هم ويلي، چې د سفارت ټول اسناد او پيسې يې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ته استولي.

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط سره پر ډېرو نورو سفیرانو تور دی، چې د سفارت پيسې يې خپلو شخصي اکاونټونو ته لېږدولي، جعلي کارونو ته یې مخه کړې او چا ته ځواب ویونکي نه دي.

یو شمېر افغانانو بیا د کاري نوښتونو او شفافيت له کبله د جاوید قایم هڅې ستایلي او پر طالبانو یې نيوکه کړې چې پر داسې سفیرانو نه باید د کار ساحه تنګه کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب