یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفاریاب کې د ط خپلمنځي جګړه، ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

فاریاب کې د ط خپلمنځي جګړه، ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه) ‏د طالبانو د خپلمنځیو جګړو په دوام لله فارياب ولايت څخه د ۵ طالب جنګياليو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی.

دغه جګړه د فارياب ولايت په بلچراغ ولسوالۍ کې د انس او بلال په نومونو د دوو طالب قومندانانو ترمنځ شوې ده.

په فاریاب کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس‌الدین محمدي وایي، چې په خواجه عرب کلي کې کې د دې نښتې له کبله د انس او د بلال دوه ساتونکي وژل شوي او د بلال په ګډون یو ساتونکی یې ټپيان شوي دي.

نوموړي د دې نښتی دلیل نه دی روښانه کړی، خو د حکومتي منصبونو په وېش ناندرۍ د ورته نښتو عمده دليل ګڼل کېږي.

څو ورځې مخکې په بدخشان کې د طالب ځواکونو د خپلمنځي نښتې پر مهال درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي وو.

د طالبانو لوړپوړو چارواکو د خپلو دغو ناندريو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب