یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتخار کې د سرو زرو ۴ کيدونکي مړه او یو بل...

تخار کې د سرو زرو ۴ کيدونکي مړه او یو بل ټپي شوی

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه) ‏ځایي چارواکي وايي، چې د تخار ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د سرو زرو ۴ کان کيدونکي د خپلو ماشینونو د تخنيکي ستونزې له کبله مړه شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.

په چاه آب کې د طالبانو ولسوال اسماعيل فاروقي ويلي، چې په مړو شويو کې دوه کان کيندونکي د تخار اوسېدونکي دي، خو د دوو نورو هويت نه دی په ډاګه شوی.

تېره اونۍ د بدخشان په راغستان کې د سرو زرو پر يوه کان د واورې ښویيدو له کبله ۵ کارګران مړه شوي وو.

په وروستيو کې د طالبانو ډېر ټينګار دا دی، چې د افغانستان د اقتصادي ناورين د ختمولو او ځان بسياينې لپاره به د کانونو پر استخراج ډېره تکيه کوي.

افغانستان د کان کيندنې په برخه کې د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دی او د طالبانو له واکمنیدو سره خو ډېری مسلکي خلک هم له دندو ګوښه او يا په کور شوي او يا هېواد پريښودو ته مجبوره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب