یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکاپیسا: ط د شپې د يوه کور د ۶ مېرمنو په وړلو...

کاپیسا: ط د شپې د يوه کور د ۶ مېرمنو په وړلو تورن شول

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه) ‏ په ټولنیزو رسنیو کې د‌ يوې خپرې شوې ویډیو په اساس ځينو رسنيو راپور ورکړی، چې طالبانو د کاپيسا په کوهستان کې تېره شپه د يوې کورنۍ ۶ مېرمنې له ځانه سره بیولي.

په خپره شوې ويډيو کې ليدل کيږي چې د سيمې اوسېدونکي په اعتراضیه ډول سره ټول شوي او په ياد شوي عمل د طالبانو له تورونولو سره دغه ادعا شوی عمل غندي.

د يوه غږيدونکي کس له خبرو ښکاري، چې د يادو مېرمنو په نارينه وو پسې طالبان د کومې حقوقي قضيې لپاره د هغوی کورته ورغلي او د نه موجوديت له کبله يې د هغوی مېرمنې، هغه هم د شپې له ځانه سره بیولي دي.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د‌ دوی د ليکو د تصفيې کميسيون مخکې منلی و، چې په ليکو کې یې ولس ځورونکو خلکو ځانونه ځای پر ځای کړي، چې دوی به یې په نښه او له ليکو څخه د ويستو تر څنګ د سرغړونې سطحې ته په کتو سره مجازات هم کړي.

1 COMMENT

  1. دا ډول کړنی اصلی تالبی مفکوره ده او پدی کی هیڅ شک نشته چی تالبان د افغانانو د ارزښتونو سره جنګیږی چی ښاغلی افراسیاب خټک هم ددې خبری یادونه کړی.

    هیڅ یو غیرتی افغان او پښتون د دا ډول بی غیرته او د پښتون ولۍ دښمنه او افغان دښمنه کړنو تصور هم نه شی کولی.

    ټالبی مفکوره د افغان د غیرت او پښتونولۍ دښمنه مفکوره ده چی داسی پست او بی غیرته کارونه یوازی هم دوی کولی شی.

    رښتیا خبره ده چی تالبان پنجابی ټټوان دی چی افغانستان ته يی ددې لپاره رالیږلی چی د افغانانو ارزښتونه د خپو لاندی کړی او خپل بادار ته د خپلۍ غلامۍ ثبوت ورکړی او ډالۍ تری واخلی.

    مرګ دی وی پداسی بی غیرته غټ خیټو مزدورو بی ضمیرو پنجابی ټټوانو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب