جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهحکمتيار ط د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو په اړه د نړیوالو...

حکمتيار ط د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو په اړه د نړیوالو فشارونو مقابلې ته وهڅول

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه)‏‏ ‏د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار په يوه تازه وينا کې له طالبانو غوښتي، چې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو په اړه د نړیوالو فشارونو ته تسلیم نه شي.

هغه خبرداری ورکړی، چې په دې برخه کې ټول هیوادونه خپل غرضونه لري او ورته غاړه ايښودل به یې د طالبانو له لوري د « ځان او هېواد بې عزته کول» وي.

حکمتيار دغه راز له طالبانو غوښتي، چې د هغو سياسي څېرو نومونه په بشپړه توګه افشا کړي، چې بهرني هېوادونه يې له دوی څخه په حکومت کې د ګومارلو تمه لري.

د حزب اسلامي مشر په دې وينا کې د جمهوري نظام د کمزورۍ او حتا سقوط يو دليل د پرديو په اشاره د حکومتي څوکيو وېش ګڼلی او ويلي، چې ټول وزارتونه او ادارې يې د بهرنيو هېوادونو د نفوذي کسانو تر منځ وېشل شوي وو او هر وزارت او حکومت د ځان لپاره جلا حکومت رامنځته کړی و.

ګلبدين حکمتيار دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ويل کيږي د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د ايران په فشار دغه هېواد ته ورغلی او له اسماعيل خان او ځينو نورو ايران پلوو څېرو سره يې په خپل حکومت کې د هغوی د شامليدو په اړه مذاکرات کړي دي.

طالبانو په رسمي توګه دا خبر تایید يا رد کړی نه دی.

ځينې شنونکي فکر کوي، چې حکمتيار له دې وېرې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو مخالفت کوي، چې ګوند ته به يې د طالبانو په حکومت کې د ممکنه ونډې سطحه کمه شي او سيالې ډلې به يې طالبانو سره د ګډ حکومت جوړولو په صورت کې حزب اسلامي ګوند نور هم حاشيې ته کړي.

طالبان معمولا د حکمتيار څرګندونو ته کوم غبرګون نه ښيي او داسې ښکاري، چې له نيږدې ورسره ليدنې او مشورې هم نه تر سره کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی