جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهملا هیبت الله ته منسوبه سپارښتنه، چارواکي دې علما نه را غواړي،...

ملا هیبت الله ته منسوبه سپارښتنه، چارواکي دې علما نه را غواړي، خپله دې مشورو ته ورشي

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه)‏‏ د طالبانو خبري سرچینې د کومې مستندې ويډيو يا عکس له خپرولو پرته ادعا لري، چې عمومي مشر يې ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د فراه له ديني عالمانو سره د ليدنې لپاره دغه ولايت ته ورغلی و.

‏‏د‌ دوی په حواله، هغه په دې سفر کې دیني عالمانو ته لارښوونه کړې چې د طالبانو حکومت خپل وبولي او په هره برخه کې همکاري وکړي.

د باختر اژانس د راپور په اساس، هیبت الله اخوند زاده دغه راز ځايي چارواکو ته ويلي:(( علماء مه را غواړئ، بلکې په خپله دوی ته ورځئ، زموږ ډیری مشران او ‏رهبران به علماء وي، دوی باید د طالبانو او ولس تر منځ کړۍ او اړیکه اوسي، د والي په ګډون ټول مسوولین باید له علماء کرامو څخه مشورې واخلي او ټول مسوولین دې په ورکړل شویو دندو او مسوولیتونو کې له پوره ایماندارۍ، هڅې او کوښښ څخه کار واخلي.))

د ملا هیبت الله د ورته لیدنو په اړه طالبانو له څه مودې راهيسې بېلابېل خبرونه خپاره کړي، خو خلکو د نوموړي د ويډيويي پيغامونو او تازه انځورونو غوښتنه کړې ده.

طالب وياندويان بيا له کامرې او عکسونو سره د خپل رهبر ذهني حساسيت او دغه راز امنيتي انديښنې د هغه د نه رسنیز کیدو عمده لاملونه ګڼي.

د دیني عالمانو د درناوي په اړه د طالبانو رهبر ته منسوبې دغه سپارښتنې په داسې حال کې دي، چې په يو شمېر ولايتونو کې د دوی د حکومت له لوري د لسګونو هغو ملا امامانو د ګوښه کیدو خبر ورکړل شوی، چې د جمهوري نظام پر مهال ګومارل شوي وو.

3 COMMENTS

  1. درواغ ده طالبان ښکرور درواغ وايي هيبت کاکو مخکي خاوري سوی.طالب داسي درواغ وايي سي د خلکو په سترګو لاس ورږدي.که هيبت کاکو ژوندی وای غولبويدين به ارګ کې داسي غمبر نه وهل او هيبت کاکو به د غولبويدين نه پرتوګ يستلی وای.

  2. ښاغلی غيبي اميرالمؤمنين،
    تاسې ته يوه قرآني مشوره
    وواعدنا موسى ثلاثين ليلة وأتممناها بعشر فتم ميقات ربه أربعين ليلة ۚ وقال موسى لأخيه هارون اخلفني في قومي وأصلح ولا تتبع سبيل المفسدين الاعراف : ۱۴۲
    عربى – التفسير الميسر : وواعد الله سبحانه وتعالى موسى لمناجاة ربه ثلاثين ليلة، ثم زاده في الأجل بعد ذلك عشر ليال، فتمَّ ما وَقَّتَه الله لموسى لتكليمه أربعين ليلة. وقال موسى لأخيه هارون -حين أراد المضيَّ لمناجاة ربه-: كن خليفتي في قومي حتى أرجع، وأحمِلَهم على طاعة الله وعبادته، ولا تسلكْ طريق الذين يفسدون في الأرض.
    السعدي :
    ولما أتم اللّه نعمته عليهم بالنجاة من عدوهم، وتمكينهم في الأرض، أراد تبارك وتعالى أن يتم نعمته عليهم، بإنزال الكتاب الذي فيه الأحكام الشرعية، والعقائد المرضية، فواعد موسى ثلاثين ليلة، وأتمها بعشر، فصارت أربعين ليلة، ليستعد موسى، ويتهيأ لوعد اللّه، ويكون لنزولها موقع كبير لديهم، وتشوق إلى إنزالها.
    ولما ذهب موسى إلى ميقات ربه قال لهارون موصيا له على بني إسرائيل من حرصه عليهم وشفقته: اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي أي: كن خليفتي فيهم، واعمل فيهم بما كنت أعمل، وَأَصْلِحْ أي: اتبع طريق الصلاح وَلا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ وهم الذين يعملون بالمعاصي.
    الوسيط لطنطاوي :
    قال صاحب الكشاف: «روى أن موسى- عليه السلام- وعد بنى إسرائيل وهو بمصر، إن أهلك الله عدوهم أتاهم بكتاب من عند الله، فيه بيان ما يأتون وما يذرون، فلما هلك فرعون سأل موسى ربه الكتاب فأمره بصوم ثلاثين يوما وهو شهر ذي القعدة، فلما أتم الثلاثين أنكر خلوف فمه فتسوك. فقالت له الملائكة: كنا نشم من فمك رائحة المسك فأفسدته بالسواك فأمره الله- تعالى- ان يزيد عليها عشرة أيام من ذي الحجة لذلك. وقيل أمره الله أن يصوم ثلاثين يوما وان يعمل فيها بما يقربه من الله ثم انزل الله عليه في العشر التوراة وكلمه فيها» .
    والمواعدة مفاعلة من الجانبين، وهي هنا على غير بابها، لأن المراد بها هنا أن الله- تعالى- أمر موسى أن ينقطع لمناجاته أربعين ليلة تمهيدا لإعطائه التوراة، ويؤيد ذلك قراءة أبى عمرو ويعقوب «وعدنا» .
    وقيل المفاعلة على بابها على معنى أن الله- تعالى- وعد نبيه موسى أن يعطيه التوراة وأمره بالحضور للمناجاة فوعد موسى ربه بالطاعة والامتثال.
    وقوله ثَلاثِينَ مفعول ثان لواعدنا بحذف المضاف، أى: إثمام ثلاثين ليلة أو إتيانها.
    والضمير في قوله وَأَتْمَمْناها بِعَشْرٍ يعود على المواعدة المفهومة من قوله واعَدْنا أى:
    وأتممنا مواعدته بعشر، أو أنه يعود على ثلاثين:
    وحذف تمييز عشر لدلالة الكلام عليه، أى: وأتممناها بعشر ليال.
    وأَرْبَعِينَ منصوب على الحالية أى: فتم ميقات ربه بالغا أربعين ليلة.
    ثم حكى- سبحانه- ما وصى به موسى أخاه هارون فقال: وَقالَ مُوسى لِأَخِيهِ هارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي أى: قال موسى لأخيه هارون حين استودعه ليذهب لمناجاة ربه: كن خليفتي في قومي، وراقبهم فيما يأتون ويذرون فإنهم في حاجة إلى ذلك لضعف إيمانهم، واستيلاء الشهوات والأهواء عليهم وَأَصْلِحْ وَلا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ الذين إِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الرُّشْدِ لا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا، وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا.
    وإننا لنلمح من هذه الوصية أن موسى- عليه السلام- كان متوقعا شرا من قومه، ولقد صح ما توقعه، فإنهم بعد أن فارقهم موسى استغلوا جانب اللين في هارون فعبدوا عجلا جسدا له خوار صنعه لهم السامري.
    موسی عليه السلام چې طور د الله تعالی ليدو ته – ته، نو خپل ورور يې د سفقت (لورېينې) او پر قوم باندې د پاملرنې لپاره پرېښووه او نور پيروان يې له ځان يوړل. تاسې ته که دا خپل ولس ګران وي او د يو مسلمان امير او هم د يو افغان په توګه ولې دې دا کلونه خپل ځان له ولس پټ کړی. پنجابي جنرالان او کرنيلان دې ګوري او ان هغه خپل خلک دې نه ان تر دې چې زموږ هغه شينواري مولوي عبدالباقي حقاني هم ومنله چې ما دا ډېر وخت نه دی ليدلی، نو تاسې دلته له دغه قرآني حکم سره څنګه چلند کوئ؟
    ايا تاسې له هارون عليه السلام زيات ياست؟
    که نه، نو چې موسی عليه السلام هغه د بني اسرائيلو د لارښوونې لپاره شپږ – شپږنيم زره کاله مخکې پرېښووه، نو تاسې اوس څنګه په دې متمدنه او د ساينس وتېکنالوژۍ په زمانه کې له خلکو او ولس لا څه ان چې له خپلو پيروانو هم پټ يې، نو ستاسې د دې کړنې شرعي صبغه او مجوزيت به څنګه شي؟
    ذبيح الله مجاهد خو وايی چې تاسې له کمرې سره جوړ نه ياست او هغه بل ملا حسن هم همداسې درواخله چې بسنه راته ايله په اواز ثبتونه کوي او بس او حکومت هم بيا د اسلامي امارت په نوم چلوئ، نو دا څه ټوکې مو شروع کړي دي؟
    http://www.quran7m.com/searchResults/007142.html
    نوټ : مولوي نورمحمد ثاقب زما استاذ کيږي او مولوي عبدالکبير زموږ په مدرسه کې د ارواښاد باچا خان د مړينې په کال سبق ويلو. په هغه وخت کې خو تاسې طالبان لا پيدا هم نه واست.

  3. من درینجا از بود و نبود بحثی ندارم و نمی گویم کی گفته ،بلکی در آنم که چی گفته.
    بلی اسلام انسانساز در آداب تعلیم و تعلم به ما آموخته که طالب العلم باید نزد استاد برود و درس بیاموزد؛این از آداب تعلیم است در اسلام.
    ولی مع الاسف این یالداران انسان نما ، مسلمان معزز را از طریق عام گرفته و موهای سرش را قیچی و قشقه ساخته و با سلی و لگد ، ارذلیت و پستی اش را به نمایش میگذارد.
    أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم……
    ملت ما از ایمانداری،اصلاح و جهاد فی سبیل الله خاطرات بیشماری دارند و مؤمنان کسانی نیستند که از غنی،صالح،دانش و امثالهم فساد بیاموزند نه قطعا چنین نیست،مؤمن دنباله رو هر جاهل وخاین نبوده و راه فرقان ،راه تمیز حق از باطل است.
    بعضی از وزرا و حکام نااهل و بی تجربه ،مردم افغانستان را عجیب دانسته و فکر می کنند که با تشخیص و تفکر ناآشنا، افکار مردم را اصلاح و یا ساکنین شهر کابل اکثریت شان باید کشته
    شوند؛ازین قبیل بیانات و جفن نمایندگی از عدم شناخت با ملت مؤمن و مجاهد است.
    زدن و کشتن همچنانی نه تنها جهاد نیست بلکی دوستی جاهلانه خواهد بود که انسانیت و اسلام از آن عار دارد
    دشمن دانا که غم جان بود بهتر از آن دوست که نادان بود
    نسازد علم بی اخلاق فخر مرد را ظاهر
    گر به ظاهر درس دهد صد فخر رازی را

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب