Homeخبرونهد پنجشېر مقاومت ډلې له امير خان متقي سره مذاکرات تایید کړل

د پنجشېر مقاومت ډلې له امير خان متقي سره مذاکرات تایید کړل

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه)‏‏ د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد د پنجشېر د مقاومت ډلې تاييد کړه، چې پرون یې د ایران په پلازمېنه تهران کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره مذاکرات کړي دي.

د احمد مسعود استازي مولوي حبيب الله حسام ویلي، چې دا مذاکرات یې د اسماعيل خان په مشرۍ کړي او طالب لوري ته یې خپل پیغام په روښانه ټکو بیان کړی.

د حسام په وینا، طالبانو ته یې د افغانستان د اوسني وضعيت د دوام د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د یوې ډلې حکومت ‌هغه هم د عدالت،‌ ازادۍ او انساني کرامت د نقض په صورت کې ښې پايلې نه شي لرلای.

سرچينه زياتوي، په دې دوی په دې مذاکراتو کې د ملت په خوښه پر دولت جوړولو ټينګار وکړ، خو نه يې دي ويلي، چې د طالبانو غبرګون ورته څه و؟

د احمد مسعود استازي نه دي ويلي، چې دغو ناڅاپي مذاکراتو ته څنګه دواړه لوري لېواله شوي دي؟

ځينو رسنيو راپور ورکړی، چې د دې مذاکراتو اصلي محرک او منځګړی د ایران سپاه پاسداران استخباراتي ډله وه.

طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

3 COMMENTS

  1. دیوې فاسدې مخبرې ، انتي افغان پالونکې بې هویته ، فاشستي ډلې ته خوشې نوم او ایمج ورکول په یوه پښتو پاڼه کې د منلو وړ نده او د خپګان ځای دی !
    افغانان او طالبان نشي کولی چې يوې فاسدې غلې جاسوسې ما فیايې کړۍ ته لاره ورکړي او خبرې ورسره وکړي ! هغوی تل غلا کړې او کوي یې ، هغوی پنجشیر چې ولایت نه وو او نه دی د کرزي په دوره کې ۶ وزیران لرل او ټول استخبارات یې په لاس کې وو ! دا تاجکبازه ډله د مافیا په ډول ژوند کوي کله روسانو ته کله پاکستان ته ، کله هند او فرانسې ته مخبري کوي او د لاجوردو بخششونه وړاندې کوي ! دا رزیلان باید کلکه جزا وویني دوی د افغانستان ورانول او د خراسان د جوړولو خوبونه هم ویني ! دا خبره چې تاند لیکلې حقیقت نلري دا خبرې پنجشیر یان کوي چې ځان مهم مالوم کړي او پرو پاګنده وکړي ! خو د طالبانو په پوزه د یوو میاشې غوندې اهمیت هم نلري ! دا رزیلان هلته چیرې وو چې افغانستان غربیانو اشغال کړی وو ! دوی ته غربیانو په پنجشیر کې د افغانویو په ځای دالر او د تلخانو په ځای پلو ورکاوو ! دا زریلان غله او تل په بې ناموسي کې ژوند کوي ! نالت‌پر دې فاسدینو !!

  2. د ښاغلي پتنګ لیکنه د تائید وړ ده او له بده مرغه تاند چلوونکي په شعوري توګه د لنډغرو په چوپړ او د طالبانو پر ضد سخت زهرجن تبلیغات کوي. دا سمه نه ده چې لنډغرو ته پر طالبانو ترجیح ورکړو. چې په دا شلو کلونو کې د امریکې په شتون کې په افغانستان کې ډموکراسي جوړه نه شوه، نوره یې و الله که په خوب هم ووینئ. بل داسې قوت چې د طالبانو په اندازه سیاسي او نظامي ځواک او همدا شان قوي مرکزیت ولري، شتون نه لري. ښه به دا وي چې د طالبانو سره مرسته وشي، ښې مشورې ورکړل شي او ښه کارو ته سوق کړل شي. د طلبانو نه شتون، د لنډغرو بېرته راتګ دی چې د هېواد د تجزیې او ورانېدو په مانا دی. مننه

  3. پنچشیریان ډیر هوښیار دی شل کلن اشغال کی له نیمایی زیات جنرالان وزیران او امتیازات د دوی و خو داعش یو انتحاری او استشهادی بکی ونکړ ټول استشهادی دپښتنو ویلایتونو کی و د پښتنو د سیمو شفاخانه مکتب او خلک یی تبا وبرباد کړل اوس هم امتیاز د پنجشریانو دی وژل کیږی پښتانه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...