Homeخبرونهد ط د لیکو د تصفيې کميسيون: تر اوسه څه باندې ۲...

د ط د لیکو د تصفيې کميسيون: تر اوسه څه باندې ۲ نیم زره تنه مو له خپلو لیکو ويستي

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه)‏‏ د طالبانو د لیکو د تصفيې د کميسيون مشر مفتي لطيف الله حکيمي ويلي، چې تر اوسه یې د طالبانو له لیکو څخه څه باندې دوه نیم زره کسان د « نا اهلۍ او نا وړه استفادې» په تور له خپلو لیکو تصفيه کړي دي.

نوموړي دا هم ويلي، چې دا کار د خلکو د شکایتونو په اساس تر سره شوی دی.

حکيمي زیاتوي، چې په مختلفو ولايتونو کې یې د کميسيون ځايي دفترونه فعال کړي او خلکو ته اعلان شوی چې د طالبانو په لیکو کې د ناوړه خلکو د موجوديت او له دې موجوديت څخه د ناوړه استفادې په اړه خپل شکایتونه شریک کړي.

د طالبانو دغه مقام وايي، چې د دوی له نوم څخه یو شمېر مخکینيو چارواکو هم ناوړه استفاده کړې، چې په نښه شوي او له لیکو څخه تصفیه شوي دي.

مفتي حکيمي زياتوي، چې د لیکو د تصفيې په اړه جدي دي او د طالبانو د عمومي عفوې د فرمان د‌ سرغړونکو په ګډون ټول هغه کسان به په نښه او له لیکو څخه د ويستو تر څنګ د ضرورت په اساس تر دې هم زيات مجازات کړي، چې د خلکو د ځورونې سبب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل پوهنتون د استاد فيض الله جلال د نیول کیدو په اړه د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له څرګندونو سره د دې ډلې په اړه نیوکې لا زياتې شوي.

مجاهد فيض الله جلال ته د يوه منسوب جعلي ټویټر اکاونټ په استناد نوموړی یو متعصب، تش په نوم استاد او دانشمند، د طالبانو د حکومت خلاف د خلکو پارونکی او د دوی مشرانو ته په سپکاوي تورن کړی.

د طالبانو یو شمېر منتقدینو ویلي، چې د طالبانو د يوه هوښیار مقام په توګه چې د دوی ویاند هغه هم په يوه رسمي مطبوعاتي اعلامیه کې په جعلي مدارکو د څارنوال او قاضي رول ادا کوي، له مطبوعاتي فضا وراخوا وسله په لاس جنګیالي به یې خلکو سره څه ډول چلند کوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...