دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونه‏بلخ کې ۴ مرموزې وژنې، د فروزان ساپۍ د‌ يوه وژل شوي...

‏بلخ کې ۴ مرموزې وژنې، د فروزان ساپۍ د‌ يوه وژل شوي خپلوان سترګې هم ايستل شوي

تاند:(يکشنبه، د جدي نولسمه)‏‏ ‏ په بلخ ولايت د ځايي سرچينو ويلي، چې نن په مرموز ډول د طالبانو لخوا د څلورو وژل شویو کسانو جسدونه موندل شوي او د یوه کس سترګې هم ايستل شوي.

د ړوند شوي او بيا وژل شوي کس (اجمل) خپلوانو ويلي، چې هغه د فروزان ساپۍ په نوم د طالبانو له لوري د څه موده مخکې وژل شوې مدني فعالې د کورنۍ غړی دی.

د اجمل کورنۍ وايي، چې هغه طالبانو بندي کړی و او اوس یې وژل شوی او ړوند شوی جسد موندل شوی.

سرچينه وايي، چې د اجمل جسد له درېیو نورو جسدونو سره د مزار شريف له دشت شور دښتې څخه موندل شوی دی.

په بلخ کې د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له بلخ او ګڼو نورو ولايتونو څخه هره ورځ د داسې وژنو راپورونه په داسې مهال خپريږي، چې طالبان د افغانستان په ټولو سيمو کې د بشپړ امنيت د تامينولو ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب