دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهراپورونه: متقي د اسماعيل خان وراره په ايران کې سرپرست سفير ټاکلی

راپورونه: متقي د اسماعيل خان وراره په ايران کې سرپرست سفير ټاکلی

تاند:( يکشنبه، د جدي نولسمه)‏‏ ‏ ‏نا تاييد شوي راپورونه وايي، چې تهران ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د دوی د یوه پلاوي د سفر په څنډه کې له مشهور‌ قومندان اسماعيل خان سره د متقي له لیدنې وروسته، طالبانو د اسماعيل خان وراره عبدالقيوم سلیماني په ايران کې د افغانستان د سفارت سرپرست ټاکلی.

ويل کېږي، چې ياده ليدنه هم د سلیماني په هڅو او د ایران د استخباراتي ادارې سپاه پاسداران په منځګړتوب شوې ده.

خبري سرچينو دا هم ویلي، چې طالبانو اسماعيل خان ته د دوی په حکومت کې د شاملېدو بلنه هم ورکړې، خو هغه د راتلونکي حمل مياشتې تر پینځمې نېټې په دې اړه وخت غوښتی دی.

له دې سره اوازې دي، چې د متقي په مشرۍ طالب پلاوی به په تهران کې د پنجشېر د مقاومت ډلې مشر احمد شاه مسعود سره هم وويني او په حکومت کې د شاملیدو په اړه ورسره وغږيږي.

 د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت دغې ډلې بيا دا اوازې رد کړي دي.

ځينې نور نا تاييد شوي راپورونه وايي، چې د جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزارت پخوانی سرپرست ادريس زمان د طالبانو په استازيتوب ترکيې ته تللی، څو هلته د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د يوې بلې ډلې مشرانو سره وويني.

عبدالرب رسول سياف، عبدالرشيد دوستم او محمد محقق هغه څېرې يادې شوي، چې ويل کيږي ادريس زمان به ورسره د طالبانو په استازيتوب د سولې خبرې وکړي.

طالبانو د ټولو دغو موضوعاتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادو لوريو له اړخه هم په دې اړه رسنيو ته رسمآ څه نه دي ویل شوي.

طالبان تر اوسه د ايران په ګډون د نړۍ هیڅ کوم هیواد په رسميت نه دي پېژندلي، خو دوی په پاکستان کې د افغانستان د سفارت لپاره خپل سرپرست ټاکلی و.

که په ايران کې د دوی له لوري افغان سفارت ته د سرپرست ټاکلو خبر سم وي، دا به يې د نړيوال رسميت د نه لرلو باوجود په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو لپاره د دويم سرپرست ټاکنه وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب