دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهسرې مياشتې د بدخشان زرو بېوزلو سره مرسته وکړه

سرې مياشتې د بدخشان زرو بېوزلو سره مرسته وکړه

تاند:( يکشنبه، د جدي نولسمه)‏‏ ‏ ‏دافغاني سرې میاشتې په مالي ملاتړ د بدخشان په وردوج او یمګان ولسوالیو کې ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکيو مرسته ووېشل شوه.

د طالبانو خبري سرچينو ويلي، چې د مرستو د وېش په دې پړاو کې پر هرې کورنۍ ۱۰۰کیلو ګرامه اوړه، ۴۹کیلو ګرامه وریجې، ۲۰کیلو غوړي، ۱۴ کیلو لوبیا، ۱۰کیلو بوره، ۲کیلو چای، ۲کیلو مالګه او دوه کارتنه بیسکیت ووېشل شول.

سرچينې د مرستې ټول لګښت او اصلي سرچينه نه ده په ډاګه کړې.

سره مياشت د افغانستان د تېر جمهوري نظام په چوکاټ کې د حکومت له بودیجې څخه تمویلیدونکې اداره وه.

معلومه نه ده، چې دغې ادارې اوس د یادو مرستو بوديجه له کومه کړې ده ‌

ويل کيږي، چې سرې مياشتې ته د يادې مرستې بوديجه له تېر جمهوري نظام څخه پاتې ده، ځکه د طالبانو د حکومت بوديجه تر اوسه د دوی کابينې تصويب کړې نه ده او په پيسو يې ترسره کيدونکې چارې پيل شوي نه دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې ژور بشري او اقتصادي ناورين حاکم شوی او تر ۲۴ میليونو زیات خلک د خوراک څښاک امکانات نه لري.

په دې بهير کې، د ملګرو ملتونو مختلفو ادارو له ميليونونه فقر ځپلو سره د مرستو خبر ورکړی، خو خلک نیوکه کوي چې د مرستو په ویش کې عدالت نه تامينيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب