جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې د فيض الله جلال په پلوۍ د ښځو لاریون، حنيف...

کابل کې د فيض الله جلال په پلوۍ د ښځو لاریون، حنيف اتمر هم غبرګون وښود

تاند:( يکشنبه، د جدي نولسمه)‏‏ ‏د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د طالبانو له لوري د کابل پوهنتون د استاد فيض الله جلال نیول کیدو ته توند غبرګون ښودلی.

نوموړي د بیان ازادي د قانون له مخې یو منل شوی اصل ګڼلی او ويلي، چې ټول قانونمند نظامونه د دغه انساني اصل په منلو مکلف دی.

د هغه په وينا، د افغانستان خلک او نړۍ تمه لري چې دغه اساسي حق یې د تلپاتې سولې د بنسټ ډبرې او نظام د مشروعیت په توګه تامين کړل شي.

حنيف اتمر زیاتوي، چې له دې کبله د فیض الله جلال د ازادۍ سلبول مردود دي او پر طالبانو د باور رامنځته کيدو مخه نيسي.

 ‏

 بل لور ته د کابل ښار لسګونه ښځینه وو نن د فیض الله جلال د نیول کیدو پر ضد لاریون کړی او د طالبانو له لوري د هغه نیول کیدل يې غندلي.

لاریونوالو فيض الله جلال نه د ملاتړ تر څنګ له طالبانو غوښتي، چې نوموړی ژر تر ژره خوشې کړي.

طالبانو پرون فيض الله جلال د کابل په مکرويانو کې له خپل کوره بیولی او په استخباراتو رياست کې بندي کړی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې هغه د تعصب، د طالبانو د حکومت خلاف د خلکو د پارولو او خلکو ته د سپکاوي په تور نیول شوی.

مجاهد فيض الله جلال ته د منسوبې يوې ټويټر پاڼې ځينې سکرين شارټونه هم خپاره کړي، چې د طالبانو خلاف څرګندونې پکې شوي.

د فيض الله جلال کورنۍ او دوستانو بيا ياد شوی اکونټ جعلي ګڼلی او ويلي، چې طالبانو پر جعلي اکونټ استناد کړی دی.

د فيض الله جلال نيول کيدل يو شمېر نړيوالو ادارو هم غندلې او د ژر خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

7 COMMENTS

  1. د فیض الله جلال نیول بیشکه چې د بیان آزادي خلاف دي، خو
    د حنیف ارجل خبرې د بیان آزادۍ به اړه هېڅ ارزښت او اعتبار نه لري. ددوی ترهګر کمونیستي رژیم به ملت پال افغانان چې نه کمونست کیدل، ژوندي ترخاورو لاندې کول په زرګونو او اوس نورو ته نصیحت کوي…

    حنیف ځکه ارجل دی چې یووخت یې د روسانو سګدوي کوله دکمونیزم لپاره یې خپل افغانان وژل او بیا چې د کمونیزم مارکيټ نسکور شو د امریکا و ناټو سګدوي یې شروع کړه…. بې اصولو شیطان لڼډغر دی….

    هماغه دکمونستانو وحشتونه وه چې ایخوان تالب و نور مذهبي لیونیان را وزیږول… او افغانستان یي ابدي بی ثباته کړ

  2. د ښاغلی فیض الله جلال دوسیه او د زندان څخه ازادیدل شاید د ښځو دغه لاریون او د حنيف اتمر خبری نور هم سخت او پیچلی کړی.
    د ښاغلی استاد لپاره یو څه وخت صبر وکړی شاید ژر را خلاص شی.
    د ښاغلی استاد لپاره سولیز لاریون ښه کار دی، مګر متآسفآنه ځمونږ ځینی ورونه او خویندی لاریون په خشنونت، ځینی ترخو سیاسی شعارونو او حتی ځینی یی پکی خپلی ګټی لټوی.
    مننه

  3. دوی شل کاله په مالی،نظامی، سیاسی،استخباراتی داخلی او خاریی ملاتړ ونه توانیدل چی ا فغانستان کی سالم، عادل او مشرع دولت جوړی. نن چی څلویښت کلنه جګړه ختمه شوه افغانستان ده یو اسلامی ، مرکزی ده فساد او اشغال نه پاک دولت شو. داسی شراو فتنه اچونکوکی بیا ده خلقو ده پارولو جنګ ته ده لمن وهلو قومی ژبنی تعصبونو او طن ورانو لپاره اقدامات کوی. طالبان داسی کسان ده بند پرځایی قبر ته ولیږی. چی افغانان یی دایم له شره خلاص شی.

  4. استاد جلال یو مریض او عقده یی بنیادم دی
    په تیره بیا دپښتنو په وړاندې خپله شخصي عقده اوکرکه نه شي پټولی
    دغه شرمیدلی انسان په ښکاره پښتانه ترهګر او کم عقله او دپاکستان جاسوسان او خدمتګاران بولي
    یوبل سپی یی ده رزاق مامون نومیږي هغه هم دخپل یوتیوب چاینل له لارې دپښتنو دتاریخ او دمشرانو سپکاوی کوي او دپښتنو ټول ارزښتونه دروغ او جعلي بولی
    دا یو خنزیره ډله ده چی د ط په نامه پښتانه ټکوي
    نن چی د مالیم جلال دخوشی کولو دپآره کومو کسانو لاریون کړی وو تاسو یی وګورئ ټول دشمال ټلوالی او لنډغرو کورنۍ وې
    ددرد ځای خو دادی چی یوشمیر چاپلوس او غوړمال پښتانه هم نن ددغه خنزیز دخوشی کیدو ناری وهي

  5. جلال یو متعصب ستمی او پارونکی او نورو ته توهین کوونکی ملی ګټو ته نه ژمن او دقوم پرستۍ روانی مریض دی باید دا ډول مریضان تداوی او یا له منځه یوړل شی ځکه دا د ټولنې میکروب دی او نور پدی وطن کی هر متعصب قوم پرست او ملی ګټو ته د نه ژمن کسانو لپاره وخت ورکول ختم دی باید سزا ووینی او دنورو دپاره عبرت شی

  6. نورو هیوادو کې وزیران او د هری ساحې لوړ پوری چارواکي د خپل د ترلاس لاندی ساحې لمړني مدافعین او مرسته کونکي وي ، که د هغوي تر لاس لاندی ساحی کې کومه ستونزه پیښیږي د ټولو نه مخکی هغوي د ستونزی حل ته وردانګي خو امارتي چارواکي او لوړ پوري بیا د خپل اړوندو چارو سره د هر چا نه زیاد د ښمني لري، د بیلګې په توګه د لوړو تحصیلاتو (ضد) وزیر د ټولو نه زیاد لوړو تحصیلاتو سره دښمني لري، د ښوونی وزیر په خپله هیواد کې د ښوونی او زده کړی تر ټولو ستر دښمن دی ، اوس دلته ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او کلتور د معین په توګه په عوض د دی چې هیواد کې د بیان د آزادۍ مدافع وي او د استاد جلال د خلاصولو لپاره مټی راونغاړي هغه خپله د استاد جلال غیر قانونی نیول توجیه کوي او ورته پلمې جوړوي.
    د دی کار سبب دا ده چې اسلامی امارت کې وزیران او چارواکی د هغوي د تحصیل استعداد و خلکو ته د خدمت د لیوالتیا پر اساس ندي مقرر شوي هغوي یوازی د تنظیمي اړیکو پر اساس مقرر شوي وي ، دوي ته د خلکو او هیواد لوړی ګټی هیڅ ارزښت نلري .
    افسوس زموږ هیواد او خلکو ته چې پدی یویشتمې پیړۍ کی چې دنیا د پرمختګ په لور روان ده، موږ نه لسل یا شل کاله بلکه سل کاله شاته لاړو.

  7. زیړګل صیب زمونږ سلاموته او نیکی ومنه!

    ستاسو لیکنه ډیره په ځای ده او یوازی د افغانستان او افغان ولس د ابادۍ او ښیرازۍ فکر درسره دی. خو له بده مرغه تالبان او ملاتړی يی تر ټولو لوی جاهلان او د خپل ځان او دملت دښمنان دی او بل هیڅ دښمن ته ضرورت نه لری.

    ددوۍ ټولی کړنی یوازی افغانستان او افغانانو ته د بدبختۍ پرته بل څه نه راوړی.

    که د تالبانو د ملاتړو لیکنی او خبری واوری نو حیران به شی ځکه چی کوم دلیل او منطق نه لری بلکه هر وخت د ځان سره په خپلو خیرنو واسکټونو کی بی شماره ټاپی ګرځوی او په هغو افغانانو يی هم لګوی چی د هیواد او ولس د ښیرازۍ فکر ورسره دی او ددوۍ د ناروا کړنو او کارونو په خلاف خپل غږ پورته کوی چی افغانانو ته د بدبختۍ او غمیزو پرته بل څه نه راوړی.

    د هغه یو چا خبره را یاده شوه چی ویل يی چی په ګټه کی یوازی دوۍ شریک دی خو په تاوان کی بیا هغه خوار او زار پښتانه ورسره یو ځای شریک دی چی ددوۍ نه يی هیڅ خیر نه دی لیدلی بلکه ددوۍ د لاسه يی همیشه کړاونه لیدلی دی.

    د تالبانو هغه پرله پسی دعوی چی دوۍ بدل شوی او د تیر وخت نه يی سبق اخستی له درړغو او پرو پاګنډی بل څه نه دی. ځکه مونږ وینو چی دوۍ د افغانستان او د بی وزله افغانانو په فکر کی نه دی بلکه خپل تور جهالت او وحشت په افغانانو تحمیلوی او د هغو کارونو په پلی کولو کی بوخت دی چی افغان ولس ته تری هیڅ خیر نه رسیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب