سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهایران طالبانو ته د افغان سفارت د سپارلو راپور رد کړ

ایران طالبانو ته د افغان سفارت د سپارلو راپور رد کړ

تاند (یکشنبه، د جدي۱۹مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګنې دا هیواد غواړي په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو د حکومت استازو ته وسپاري.

د ایران عصرایران خبري ویبپاڼې د خپل هیواد د حکومتي سرچینو په قول ویلي و چې د ایران اسلامي جمهوریت پتېیلې ده چې په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته له دې سره سره وسپاري چې د دې ډلې اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني.

د ایران د باندنیو چارو وزارت ویندوی سعید خطیب زاده نن تهران ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفر سره هممهاله وویل «په تهران کې د افغانستان د سفارت دیپلوماتیک عملیات د نورو ټولو بهرنیو سفارتونو په شان د دیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ویانا په ۱۹۶۱ کنوانسیون کې د تعریف شویو مقرراتو او اصولو په جوکاټ کې دي.»

عصر ایران ویبپاڼې ادعا کړې چې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر عبدالغفور لېوال له سفارت او ایرانه تللی دی او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې له ایراني چارواکو سره د سفارت د ورسپارلو په اړه خبرې کوي.

له پاکستانه پرته په بل هیڅ هیواد کې د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ طالبانو ته نه دي سپارل شوي. ملګروملتو هم تېره میاشت طالبانو ته د افغانستان د دایمي استازیتوب چوکۍ له ورکولو ډډه وکړه.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی. دې ته په کتو چې طالبان د نجونو او ښځو د حقونو ورکولو ته تیار نه ښکاري، ګومان نه کېږي چې د طالبانو حکومت دې په لنډه راتلونکې کې کوم هیواد په رسمیت وپېژني. د نه رسمیت پېژندو په نتیجه کې هیڅ هیواد او مهم شرکت له افغانستان سره په لوړه کچه اقتصادي اړیکې نه شي ټینګولی او له بلې خوا پانګوال پانګونې ته زړه نه شي ښه کولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب