Homeخبرونههرات کې يو صراف وژل شوی او يو کس تښتول شوی

هرات کې يو صراف وژل شوی او يو کس تښتول شوی

تاند:( يکشنبه، د جدي نولسمه)‏‏ ‏ د هرات په شپږمه ناحیه کې کې ناپېژاندو وسله والو تېره شپه یو صراف وژلی دی.

 ځايي چارواکو ويلي، چې وژل شوی صراف عبدالرحیم صدیقي نومیده او تېره شپه وژل شوی.

د دوی په وینا، د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

بل لور ته راپورونه وايي، چې د هرات ښار پر ۲۴ سړک په منارونو سیمه کې اوړمه شپه يو دوکاندار خپل کور ته د تلو پر وخت تښتول شوی دی.

هغه تصویرونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي څرګندوي، چې وسله وال لومړی دوه وروڼه تعقیبوي او د کور مخې ته په رسېدو سره یې یو یې له ځان سره بیايي.

 په تصویرونو کې لیدل کېږي، دغه ځوانان لومړی د سړي تښتوونکو په وړاندې مقاومت کوي، خو وسله وال د وسلې په ګواښلو یو تن تښتوي.

څو ورځې مخکې په هرات کې د افغان- ترک لېسې دوه زده کوونکي هم تښتول شوي وو.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د ورته وژنو او اختطافونو خبرونه زيات شوي.

طالبان که څه هم په افغانستان کې د ورته پېښو په د کمولو ادعا کوي، خو د داسې پېښو په اړه خلکو ته ځواب نه وايي.

د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح څه موده مخکې طالبان تورن کړل، چې د صرافانو او شتمنو خلکو په اختطاف او وژلو کې تر ټولو خلکو دوی ډېر ښکېل دي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...